دهلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو لخوا هوایې برید کې افغان امنتیي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتي دې ده تیره شپه شاوخوا ۱۱ بجي د نادعي ولسوالۍ دلوي باغ په سیمه کې دنړیوالو ځواکونو دهوایې برید له امله افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتی ده خو دولتی چارواکي وايې چې په سیمه کی سرحدی ځواکونو ته مرګ نه ده اوښتي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67881
حضرت محمد روحاني هلمند
دخبریدو نیټه : 2017-06-11

تیره شپه شاوخوا ۱۱ بجي د نادعي ولسوالۍ دلوي باغ په سیمه کې دنړیوالو ځواکونو دهوایې برید له امله افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتی ده خو دولتی چارواکي وايې چې په سیمه کی سرحدی ځواکونو ته مرګ نه ده اوښتي یو امنیتي سرچنیي دنوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته وویل چې تیره شپه دبهرنیو ځواکونو لخوا یو هوایې چې ددې ولایت دنادعلي ولسوالۍ په لوی باغ سیمه کې پرمیشت افغان امنیتي ځواکونو تر سره شوی دی په پایله کې یو شمیرسرتیرو ته يې په کې مرګ ژوبله اوښتي ده خوپه دغه اړ بیا د هلمند د والي ویاند عمر ځواک دیوې خبری ناستې پرمهال وخبریالانو ته وویل چې تیره شپه کوماندو ځواکونو د نادعلي دولسوالۍ د ولاري ترڅنګ ددغه ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کې عملیات تر سره کړي چې په دغه عملیاتو کې بهرنیو ځواکونو هم هوايې بریدونه تر سره کړي، چې پرمهال يې وسله والو درانه تلفات اوښتي دې .چې په ترڅ کې یې ۲سرحدې پولیس هم پکې وژل شوې او ۳تنه ټپیان شوې دې نوموړې وایې چې پلاوې ټکل شوي دی اوس په سیمه کې کې په څیړونو بوخت دې تراوسه لا دڅرګنده نه ده چې کوم امنتیي سرتیرو ته چې مرګ ژوبله اوښتي دادبهرنیو ځواکونو لخوا او که دوسله والو طالبانو لخوا . په همدې مهال بیاد هلمند دامنیه قومنداني ویاند بسم الله افغان هم ددغه خبري ناستي پرمهال وویل چې تیره شپه په نادعلي ولسوالۍ کې دافغان امنیتي ځواکونودعملیاتو پرمهال ګڼ شمیر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده چې په وینا په وژل شوو کې ډیره یې دوسله والو طالبانو دماینونو دجوړولو ماهیرین کسان هم شامل دې . خو په ورت وخت کې دلښکرګاه کې د ایمریجنسي روغتون یو سرچینه هم دنوم دښودلو په شرط وایې چې وايې دوی ته د نادعلي له پیښې یوازي دوه تنه ټپیان راوړل شوي دي. بل خوا بیا دوسله والو طالبانو ویاند قارې یو سف احمد ې هم ورسنیو ته ویلي چې دنادعلي ولسوالۍ د شیهد دڅلور لارو کې امنیتي سرتیري په شخصي جاموکې کمین نیولی وو، چې د ایساف لخوا بمبارد پرې شو دی.