هلمند ګرشک ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پرموټر دماین چاودنه شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67873
حضرت محمد روحاني هلمند
دخبریدو نیټه : 2017-06-07

دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ امنیه قومندان څارن محمد اسماعیل خپواک وبینوا ته وویل چې تيره ورځ ۱۰:۳۰دقیقو پرشاوخوا ګرشک ولسوالۍ دروغتون مخي ته دپولیسو پرلنجر موټر دماین چاودنه شوي چې هیڅ چاته پکي کوم زیان نه دی اوښتي . هم دغه راز نوموړي زیاته کړه چې نن سهار هم ددغه ولسوالۍ دیخچال په سیمه کې دملکي وګړو پرموتر باندې چې چرګان پکي بارهم دماین چاودنه شوي چې په ترڅ کې یو یوتن وژل شوي دې او بل تن ژوبل شوي دی ، اوموټر یې په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دی ددغه بریدمسولیت تراوسه پورې کومې وسله والي ډلي پرغاړه نه دی اخستي .