چارواکو ۲۲۰ کيلو ګرامه امونيم نايتريت نیولي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67850
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-05-30

د ننګرهار ولايت دوربابا ولسوالۍ ګړوکو سيمه کې په يو پټن ځای کې د ملي امنيت موظفينو په پنځو بوريو کې ۲۲۰ کيلو ګرامه امونيم نايتريت کشف او ترلاسه کړل.

د معلوماتو له مخې دغه مواد د ځانمرګو واسکټونو او ماينونو په جوړولو کې د ګټې اخيستنې په موخه يادې سيمې ته راوړل شوي و.
دغه موادو سره څوک ندي نيول شوي؛ خو امنيتي مسئولينو يې د نيولو هڅې پيل کړي دي.