غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67826
مصطفی آرین
دخبریدو نیټه : 2017-05-10


غزل
 بوډا دې کړم جانانه لکه ځوان درپســې ګــرځم
 نوڅـو به هـمدا يو سـراو يوځان درپسې ګــرځم
 دا ستا د خال په خیال کې مــصورشـومه جـانانه
 له ستوروډک یوشین غوندې آسمان درپسې ګرځم
 مــوده وشــوه دا څــنګه دې جانانه نه یادیــــــږم
 يوڅـاڅکې لکه اوښکه په ګریوان درپسې ګرځم
 هــمغــسې د او ښـــکو بارانـونه رانه غــــواړې
 همغسې شـیبه، شـیبه باران درپســــې ګـــرځـــم
 آجوج او د مـاجوج له طــریقـې نه دې راباســــم
 بـس سـم لکه مـهدي آخـر زمـان درپسې ګــرځـم
 بلال که چــیرته نه شــوم خــو آواز د پيغمـبر یم
 ســجدې ته دې رابولـم په آذان در پســې ګــرځم
 آ ورځ به دې په یاد شم چې زه نه یم مابه څارې
 بیا وائې به (آرینه)پښــيمان در پســــې ګـــرځـم