دپروفيسر محمد نواز طاير په مړینه د ننګرهار والي خواشينۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67817

دخبریدو نیټه : 2017-05-06


په ډېرې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ، چې د پښتو اداب نوموتی ستوری پروفيسر محمد نواز طاير ومړ.
پروفسر طاير په ۱۹۳۴م کال کې د ملاکنډ په تاڼې کلي کې د خانخيلو په ټبر کې زېږېدلی و، چې د نوروعلومو زده کړو ترڅنګ يې په ۱۹۶۰م کال کې له پېښور پوهنتون څخه پښتو انرز او په ۱۹۶۴م کال کې يې پښتو ماسټر سند تر لاسه کړ.
نوموړي د خپل عمر لويه برخه د پښتو ژبې ادب ته ځانګړې کړې وه او د ژوند تر وروستۍ ورځو شپو پورې له کتاب سره تړلی پاتې شو.
ده د پښتو ادب بډاينې په موخه ۱۰۲ کتابونه وليکل او لسګونه کلونه يې د علم او پوهې په خپرولو کې تير کړل.
پروفېسر طاير د نورو موضوعاتو ترڅنګ د فولکلور او ماشومانو ادب په برخه کې ځانګړی کار کړی او دغه راز د پښتو ۱۲ زره روحي متلونه يې بېلابېلو ژبو ژباړلي دي.
زه د نوموړي په مړينه سخت خواشينۍ يم، د پښتو ادب په برخه کې د ده نه شتون ستره ضایع بولم، ده ته د فردوس جنت، کورنۍ غړو، د پښتو ژبې او ادب مينوالو ته د جميل صبر هيله کوم.
انا لله و انا الیه راجعون
محمد ګلاب منګل
 ننګرهار والي