دافغانستان په خاوره باندی د امریکا جی . بی . یو -43 . بی بم ( د بمونومور) اچولو٬ غندل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67781

دخبریدو نیټه : 2017-04-16


 د فیدرالی روسی سانکت پیتیربورګ ښار دافغانانویووالی مرکز اجتماعی سازمان د افغانستان دننګراهار ولایت د اچین ولسوالی د مامند دری په سیمه باندی دامریکا دنوی وسلی بم (د بمونومور) غورځول په کلکه غندی. GBU-43/B
امریکا په افغانستان باندی 2001 ز.کال دپوځی تیری سره سم په توره بوړه او دهیواد په نورو سیمو باندی منع وسلی و کارولی ٫ پدی وروستیو کی 13 اپریل 2017 ز.کال ماښام مهال 7بجی او 30 دقیقی یوخطرناک بم جی.بی.یو 43 بی چی دبمونو مور هم ورته وايي لومړی ځل دافغانستان د ننګراهارولایت د اچین ولسوالی د مامند دری په سیمه باندی وکاروه.
دامریکايی پوځی چارواکو په وینه دغه بم جی . بی . یو - 43 بی
) نږدی لس ټنه وزن،نهه میتره اوږدوالی لری اودیوه میل شاوخواساحه کی هرڅه GBU-43/B(
له منځه وړی . دغه بم چی په 2003زکال دعراق لپاره تیارشوی وو اوس يی د افغانستان په خاوره په افغانانو وا زمایو. دداسی خطرناکی وسلی کارولو نه وروسته دچاپیریال کاکړتیا ٬ زلزلی ٬ په راتلونکی نسلو کی دډول ډول نویو رانځونوپیدا کیدل اوپه دغه سیمه کی نوری ورانۍ رامنځ ته کیږی . پوښتنه دلته ده چی ولی د افغانستان دولتی چارواکی دا زمینه بیا بیا دامریکایانوتیری ته نوره هم برابره وی اودراتلونکی په هکله هیڅ فکرورسره نه شته ٬ نود هیواد تاریخ بیا هیڅکله داسی پیښی نه شی پټولی .
دامریکادولت ددی لپاره چی دخپل پوځی قوت لوړه کچه نړی ته وښايی همیشه دهرډول خطرناکی اومنعه شوی د خپل وخت نوی وسلی په نورو دولتونو پخوا هم کارولی دی دبیلګی په ډول دجاپان په هیراشیمه او نګه ساکه کی اتومی بمونه اوویتنام باندی بیا کمیاوی وسلی.
موږ په فیدرالی روسی سانکت پیتیربورګ ښارکی دافغانانویووالی مرکز اجتماعی سازمان دافغانستان دننګراهار ولایت د اچین ولسوالی د مامند دری سیمه باندی دامریکا دنوی وسلی جی. بی یو-43/بی ډوله بم (دبمونومور) غورځول په کلکه غندو. او دافغانستان دولت په چارواکو غږ کاو چی په راتلونکی مهال کی دداسی بهرنیو جینایتونوتیری مخنوی وکړی اودهیواد دملی خپلواکی دساتلو دنده کلیدی وګڼی.
په فیدرالی روسیه سانکت پیتیربورګ ښارکی دافغانانویووالی مرکز اجتماعی سازمان مشر
 دوکتور نعیم ګل ځدران naim-zadran@rambler.ru
 Tel : +79112239714