دآس زور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67770
محمدیوسف خدمتګار
دخبریدو نیټه : 2017-04-16


دآس زور

 څــه تـنـکـۍ مـیـنـه مـــې وســولـه تـبـا شـــــوم
 ځــکـه نــه ددی نــړۍ نـــه د عــقـبـا شــــــوم
 سـاقـي جــــام د بـیـخـودۍ زمــا مـات شــــوی
 پـــه بــا زار د لـیـونـیـانـو د خـــــنــدا شـــــــوم
 د رقـــیـب نـاخـــــوالـو نـــه یـــــم زورولــــی
 دا مـې خـــپـلـه پـه ځــان کــړې ده هـمـدا شـــوم
 د نــفـاق اورمـی بـلـــــیـږي پـه لـــمـن کـــــې
 نــه پـوهــــیـږمـه چـې څـه وکــــړم د چـا شــوم
 لـکـه آس مـې لـه خــــپـل زوره خـــــبـرنـه یـــم
 نه غــــــیـرت شـــوم د مـلالـې نـه حــیـا شـــوم
 د خـوشـال د تــوري شــرنـګ راځـینی هــیردی
 چـې خـپل ورور ته د اورنګ په خوله بلا شـــوم
 خـدمـتــګاره ځـمکه کلــکه آســـــمان لــــوړ ؤ
 چـې خـــلاف د خــپـلـې هــیـلې تـرې جـلا شـوم