پدرام د پنجاب د ګټو دعوه ګیر!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67769
سرلوڅ مرادزی
دخبریدو نیټه : 2017-04-05


لطیف پدرام ښکاره وايی چې افغان نه دی، خو وايی چې د افغانستان د بدخشان له ولایت څخه دی او حق لري چې د هېواد پر ملي مسایلو او په دې لړ کې د ډیورنډ کرښې په ملي داعيي هم وغږیږي.
د هېواد اساسي قانون چې تر هرڅه مخکې افغان اتباع او د هغوی حقوق او مکلیفیتونه راپېژني او د افغانستان ټول وګړي بېله کوم توپيره افغانان بولي، پدرام يی حکم نه مني؛ ځان افغان نه بولي او په دې توګه ځان د اساسي قانون له حقوقو او مکلیفیتونو محروموي او په ډاګه د یاغی او باغیانو ډلې ته پنا وړي. بلخوا پدرام په ډاګه د یوه داسې وګړي په څېره کې چې د افغانستان ملي ارزښتونو ته د تخریب دنده ورکړل شو وې، ځان ښکاره کوي.
په وروستیو کې پدرام د هرې شخړې، لانجې او ستونزې په منځ یا سر کې ځای لري!
دا چې وایو هر افغان حق لري د ډيورند کرښې د ملي داعيي پشان د هېواد په هره ملي او سراسري مسله وغږیږي او خپل نظر څرګند کړي ټیک ده، خو دا غږېدا او د خپل اند څرګندتیا باید د هېواد د ملي ګټو، ولسي ښېګڼو او د هېواد له اساسي قانون سره په ټکر او اړوپیچ کې نه وي. بلخوا د ملي سراسري مسایلو په اړه د نظر وړاندې کېدا او د نظر څرنګتیا باید وخت ته په کتوسره ترسره شي. همدارنګه ملي مسایلو سره د نظر د څرګندونکي نیت، موخه او شالید باید له پامه ونه غورځيږي.
پوښتنه دا ده، څوک چې ځان د اساسي قانون د حکم خلاف افغان نه بولي، ایا قانوني حق لري چې د هېواد پر ملي مسایلو هغه هم د یوه بغاوتي پاڅون په بڼه نظر څرګند کړي؟
 بلخوا ایا پدرام د ډیورڼدکرښې او د دې ملي داعيي په اړه، افغان دولت او ملت ته خپل نظر د یوه وګړي د نظر پتوګه وړاندې کوي، که حکم کوي او له دې هم بده دا چې دا استعماري کرښه منل شوې پوله بولي او په خپل اند يي نورو خبرو او څه ویلو ته اړتیا نه لېدل کیږي؟
 ایا پدرام کولای شي ځان په یوازې توګه د ملت کچې ته لوړ کړي او بیا د ملت له ځای او دریځه حکم جاري کړی چې د ډیورنډکرښه يی پنجاب سره د پولې پتوګه منلې ده؟
 پدرام په داسې غوڅ حکم سره نه یوازې ځان د یوه افغان وګړي پتوګه چې مخکې ورته اشاره وشوه چې ځان افغان هم نه بولي، نه راپېژني؛ بلکې له سرسپارلي پنجابي هم وړاندېوځي او په دې لامل عذر يی له ګنا ډيریږي او د ځان په وړاندې پخپله قانوني او عدلي څار ته لار پرانیځي!
بلخوا پدرام خپل حکمي نظر د یوه بغاوت د پورته کولو لپاره د یوې وسیلې پتوګه کاروي. پدرام غواړي په کور دننه یو شمېر نور باغیان چې ده ته ورته نظر لري، پرځان راټول کړي او پنجاب ته ټټر ووهي چې که د کالدارو سره یوځای ډالر هم ور پيرزو کړي، د ډیورنډکرښې د منلو لپاره به پر افغان دولت فشار لاورزیات کړی. همدارنګه د دې کرښې پر سر پدرام په کور دننه نورې ملي ضد دندې او موخې هم لري. په دغو دندو کې یوه هم دا ده چې پدرام لومړی ځان د سرخېل پتوګه پر ټولو باغیانو ومني او کله چې د باغیانو سرخېل شي بیا پخپل اند په اسانۍ کولای شي د غټو او په تېره بیا په ملي او سراسري مسایلو کې د یوه خنډ پتوګه د دولت په وړاندې ودریږي.
دا چې بانډ يي په سپینسترګۍ سره وايی« تنها مساعدت اوضاع سیاسی- تاریخی نیست که لطیف پدرام را برصدر چالش های جدید فراز آورده است. «تصمیم گرفته شده است» که وی به یک فیگور تاریخی- سیاسی تبدیل شود. این یک روندی گریز ناپذیر است. اریايی بریښناپاڼه»
دا چې چا او څنګه تصمیم نیولی چې له پدرام څخه سیاسي ــ تاریخي فیګور جوړ کړي، بله پوښتنه ده چې جلا بحث ته اړتیا لري.
خو پر ځانګړې موضوع چې دلته تر څېړنې لاندې ده، د پدرام د نظر په توپیر چې وايی نورو افغانانو له ډیورند کرښې د خپلو شخصي ګټو لپاره لنګه غوا جوړه کړې، دا پدرام او د هغه بانډ دي چې غواړي ډیورنډ کرښه د خپلو نورو ملي ضد موخو لپاره د یوې وسلې او خوږې ګوتې پتوګه وکاروي.
پنجاب پخپل وروستي اتومي زور او د انګریز پشان د مکار ملګري په ملاتړ هم ونه شوکولای په تېرو ۷۰ کلونو کې د ډیورنډ کرښه، د هېوادو ترمنځ د رسمي پولې پتوګه د کرښې پر دواړو غاړو افغانانو ومني.
په داسې مهال بیخي طبیعي ده چې پنجاب باید په افغان کور دننه د پدرام پشان بړیڅي پیداکړی چې د ځان پرځای يي بړیڅي د ډيورڼد کرښې دعوه افغان دولت او ملت سره پرمخ یوسي.
پدرام او د هغه بانډ د پنجاب په نیابت افغان دولت او ملت سره د ډيورند کرښې پر سر چنې وهي!
دا چې وايي « تصمیم ګرفته شده است» ښای پدرام د همداسې دندې لپاره په پام کې نیول شوی وي!
پدرام او هغه ته ورته په اصطلاح نور روشنفکران، افغان دولت ته دا سلا هم ورکوي چې دا ستونزه ملګرو ملتونو ته راجع کړي. دلته هم د پدرام او بانډ موخه دا ده چې په ملګرو ملتونو کې به هم دوی د پنجاب پرځای او د پنجاب په ګټه، له افغان دولت سره دعوه پر مخ وړي.
دا ښاغلي یوخوا امیر عبدالرحمن خان ته په دې سپکې سپورې وايی چې د هینری مور ټیمر ډیورنډ سره يی د ډیورنډکرښه لاسلیک کړې، خو اوس چې لاسلیک شوی سند( نه پلې شوی شوی سند) خپله غواړي پلی کړي، ځانونه له خیانته خوندي ګني او خپل داسې اقدام هېواد ته په خدمت شمېري!
که طالبان او نور ترهګر د پنجاب د موخو لپاره د افغان مرکزي حکومت سره وسلواله جکړه مخې ته وړي، پدرام او بانډ يی باید په رسنیو، ولسي جرګه او د پنځم ستون پتوګه په افغان حکومت او هېواد کې دننه د پنجاب د اصلې موخې، یانې د پولې پتوګه د ډیورنډ کرښې د منلو لپاره غږ پورته کړي. پنجاب له پدرام خېلو غواړي چې د ډیورنډ پر سر غوغا نن ځکه په لوړ غږ راپیل کړي چې پنجاب سره د ترهګرو پر سر ستونزه هېره شي، د افغانانو او نړیوالو پام د ترهګرو پرځای بلخوا واوړي او نن چې پنجاب د ترهګرو د ملاتړ په ګنا له نړۍ ګوښه، هېر او تر فشار لاندې دی، ځان له داسې بوختسې وباسي!
پنجاب لکه پوخ مداري افغانستان سره د خپلو تاریخی اختلافاتو او ستونزو په اړه، له خپل پېټار څخه وخت په وخت، نوې ننداره لېدونکو ته وړاندې کوي. دا ځل يي د پدرام په خوله د ډیورند پر سر چیغه پورته کړه او لېدونکې يي نندارې ته وبلل، چیغه به ژر سړه شي، ډیورنډ کرښه به خپل تاریخي حل ته رسیږی، خو د پدرام برخلیک به د یوه ملي غدار پتوګه د افغانانو په زړونو او تاریخ کې تل پاتې وي!
زه له دغو بړیڅو پوښتنه کوم، انګریز چې په څه باندې سلو کلونو او د انګریز ګوډاګي دولت پنجاب چې په ۷۰ کلونو کې ډیورډ کرښه د پولې پتوګه پر افغانانو ونه شوه منلای، ایا په کور دننه د پدرام پشان بړیڅي کولای شی، د پنجاب په استازیتوب او نیابت د هغوی دعوه مخې ته یوسی او دا استعماری کرښه، په پوله بدله کړي؟
 نه، هیڅکله نه!
د ۲۰۱۷ کال د اپریل ۵ مه