زیری : د کشتمند د تهمتونو ضد کتاب له چاپه ووت ( څلورمه برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67764
پوهنمل حاجي محمد نوزادي
دخبریدو نیټه : 2017-04-16

 


کارغه ځان لکه طاؤس ماښام کي و ښود
خو سهار یې راز څـــرګند شو له رفتاره    ( د س. کلیوال لخوا د یوه دری شعر له پښتو ژباړي نه )

 ( په تیرو شوو برخو کي د کشتمند د څیرې د لا ښه پیژندلو په موخه ، دا هم یاده سوه ، شورویانو چي کله یې د افغانستان په هکله د خپل شپاړسم جمهوریت خوبونه په اوبو کي لاهو ولیدل ، نو یې ددې هیواد د تجزیې پلان تر لاس لاندي و نیو او سلطانعلي کشتمند ته یې ددې کار د عملي کولو چاري و سپارلي . پدې اړه دا هم یاده سوه چي کشتمند څنګه دسیسه جوړه کړی وه څو د اساسي قانون د لاري د هیواد د تجزیی د پاره حقوقي بنسټونه جوړ کړي . په ننګرهار کي د روسانو پلاس د یوې غریبي کورني د ټول وژني په ناورین کي د انترناسیونالیست کشتمند شرمونکی دریز هم په تیرو برخو کي په ګوته سو ) .
     د موضوع د غځولو نه مخکي اړینه بولم د لوستونکو نه بخښنه و غواړم چي د لیکني دغه برخه مي د اوږده ځنډ وروسته تر لاسه کوي . ددې کار لامل دا وو چي د یوه کور نه بل ته د کډي کولو په کار اخته وم او د روتین ژوند نوري ټولي چاري ټکنۍ پاته وې . پهر حال دا هم د هیواد د ملي شتمنیو په هکله د کشتمند د ناوړه کړنو یوه بله بیلګه :
      څه موده پخوا پدې اړه چي کشتمند څنګه د هیواد ملي شتمني د خپل مقام قرباني کول ، ما په خپله یوه لیکنه کي د عینک د مسو د کان په باره کي یوه کیسه یاده کړیوه . ددغي اوسنۍ لیکني د تیرو برخو تر لوستلو وروسته ، یوه انډیوال مي چي ښایي هم هغه زما لیکنه به یې لوستې وه ، رانه په تلیفون کي غوښتنه وکړه چي د کشتمند د ناخوالو په هکله هغه کیسه هم پدې لړۍ کي ور زیاته کړم . هغه کیسه داسي وه :
     د عینک د مسو کان د ۱۳۵۲ کال د چنګاش پر ۲۶ د سردار محمد داؤد خان په مشرۍ د کودتا څو هفتي وروسته د افغاني او شوروي انجینرانو د یوه ګډ ګروپ لخوا په تصادفي ډول کشف شو . د تصادف کلمه مي دلته ځکه راوړه چي د ګروپ موخه د کان لټول نه ، بلکه د جیولوجیکي نقشي بشپړولو پخاطر عمومی سروې وه . پدې توګه ددې کان موندنه نوي جمهوري نظام ته یوه ډیره په زړه پوري ډالۍ و ګرځیده . د کان د موندني سره سم د هغه اکتشافي کارونه تر لاس لاندي و نیول سوه . د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومي نیټې د نظامي پاڅون تر بریا وروسته د څو میاشتو په موده کي د عینک د مرکزي برخي اکتشافي کارونه خلاص او زیرمي یې محاسبه سوې . په پام کي وه چي د استخراج په اړه یې د شوروي اتحاد سره درنګه متالورژې د کمبینات ( کومپلکس ، مجتمع ) پخاطر قرارداد لاسلیک سي . د جمهور رئیس نور محمد تره کي او لومړي وزیر حفیظ الله امین د پرله پسې ټینګار سره سره  شورویانو دا کار په یوه یا بله بهانه ځنډاوه . مګر د ۱۳۵۸ کال د جدي د شپژمي نیټې ( ۱۹۷۹ ) تر یرغل وروسته یې دا موضوع جدي ونیول او په ۱۹۸۰ کي یې د اړوند قرارداد د طرحي په ترڅ کي د معدن د تخنیکي ـ اقتصادي ارزوني اوملیک د صدراعظم ( کشتمند ) د دفتر د لاري د کانو او صنایعو وزارت ته را ولیږه . پدې طرحه کي شورویانو د افغان لوري د پخواني غوښتنو په خلاف د ( متالورژۍ کمبینات ) پر ځای د ( غني سازۍ کمبینات ) په پام کي نیولی وو .
     د لوستونکو د ذهن د روښانولو پخاطر پکار ده  ددې دوو کمبیناتو تر منځ توپیر روښانه کړم . په متالورژي کمبینات کي باید د کاني ډبرو څخه خالص مس تر لاسه او دغه مس د تختو په بڼه شوروي اتحاد ته صادر سوي وای . ددې طرحي ګټه دا وه :
الف ــ مس د خالص وزن له مخي بیله دې چی د قرارداد کوم اړخ متضرر سي یا د یو بل په سترګو کي خاوري و پاشل سي ، صادریږي .
ب ــ پدې پروسه کي ډیر کارګران په کار لویږي چي نژدي ټوله باید د همدې هیواد خلګ وي .
ج ــ تر ټولو مهمه ګټه یې داده چي د عینک په کان کي د مسو د فلز برسیره یو شمیر نور ګټور فلزات لکه نقره ، طلا ، کوبالت او نور په ټیټه پیمانه شتون لري چي په اوسنۍ تخنالوژي سره یې را ایستل ګټور ندي مګر دغه فلزات په تفاله کي همدلته پاته کیږي او هر وخت چي تخنالوژي لا نوره مخته ولاړه ، کیدلای سي په لږ لګښت سره دغه زیرمه سوي فلزات هم استخراج او کار ترې واخیستل سي .
د ــ په صنایعو کي د خالصو مسو څخه د ګټي اخیستني په موخه کیدلای سی په هیواد کي اړوندي فابریکي منځته راسی . په تیره بیا د برقي لین غځولو له درکه افغانستان پر خپلو پښو دریدلای سي .
     د غني سازۍ په کمبینات کي بیا د خالصو مسو استخراج مطرح ندي او په مسو باندي بډایي ( غني ) ډبری جدا کیږي او همدغه ډبري چي په حقیقت کي خام مواد دي ، شوروي ته لیږل کیږي . پدی حالت کي افغاني کارګران لږ په کار لویږي او دا چي افغانستان خپل تکړه ماهران او د محاسبې کوټلی سیسټم نلری د هر ډول تیر ایستلو امکانات ډیر وي . پدې توګه اصلي ګټه د شوروي خزاني ته ځي ، هلته د هغوي په متالورژي فابریکو کي خالص مس تري نه تر لاسه کوي ، او هغه نور ضمني فلزات په تفاله کي د دوي سره زیرمه کیږي .
     کله چي د تخیکي ـ اقتصادي ارزوني طرحه وزارت ته را ورسیدل ، باید دلته د یوه کمیسیون لخوا څیړل سوې او تائید سوې وای . پدي وخت کي زه د خپل مسلک سره سم د کانو او جیولوجیکي سروې رئیس وم او دغو ټولو کارونو نیغه اړه را پوري درلوده . د کانو او صنایعو وزیر محترم محمد اسماعیل دانش وو . د هغه سره مي د قرارداد دغه نقص مطرح کړ . هغه ته چي د وطن لوړي ګټي تر هرڅه مهمي وي ، زما سره یې قناعت وکړ او ویې ویل چي په کمیسیون کي به داسی کسان و ټاکو چي ددغي موضوع په اهمیت پوه وي . همداسی مو وکړه ، مګر شورویانو د کمیسیون وړاندیز و نه مانه او د کشتمند د لاري یې پر وزارت فشار راوړ څو هر څه ژر د قرارداد طرح چی دده په نظر یوه ساده  فورمالیټي وه ، تائید او ور ولیږي . کمیسیون هم په یوه او بله پلمه دا کار ځنډاوه . زما سرمشاور چي اخریمیوک نومیده ، د داؤد خان د واکمنۍ له وخته همدلته کارکاوه . دی پخوا په جیولوجیکي چارو کي د شوروی د صدراعظم الکسي کاسیګین مشاور او د برژنیف سره د هغه په ترینګلو مناسباتو ښه خبر وو او له همدې کبله یې د برژنیف څخه نفرت درلود . دی یوه ورځ ماپښین زما دفتر ته راغی او راته یې وویل چي نن شپه تلویزیوني خبرونه واوره . ما ترې و پوښتل چي خیریت خو به وي ، هغه وویل خیریت خو دی مګر تاته به د خوښي نه بلکه د حیرانتیا وړ وي . په تلویزیون کي مي ولیدل او وارویدل چي نن د افغانستان دموکراتیک جمهوریت صدراعظم رفیق سلطانعلي کشتمند د درنو تشریفاتو په ترڅ کي د شوروي اتحاد د د سفارت د اقتصادي مستشار سره دعینک دمسو کان د استخراج او غني سازی کمبینات قرارداد لاسلیک کړ .
    دلته څو خبري مهمی دي : اول دا چي ښاغلي کشتمند د هیواد ګټي د خپل مؤقف او ګټو قرباني کړي . دویم دا چي د وزارت د کمیسیون پر نظر یې ناړي تو کړي . دریم داچي د دیپلوماسۍ او د هیوادونو تر منځ یې د اړیکو منل سوی اصول تر پښو لاندي کړه . څلورم ـ ده حق نه درلود څو د کانو او صنایعو وزارت د مسلکي ټیم د نظر اخیستلو پرته دا قرارداد لاسلیک کړي . پنځم ـ نوموړی تړون باید د پروتوکولي مناسباتو له مخي د کانو او صنایعو وزیر د شوروي سیال وزیر سره لاسلیک کړی وای چي هغه مهال یې وزیر کازلوفسکي وو . شپږم ـ د دیپلوماسي اصولو غوښتنه دا وه چي د یوه هیواد صدراعظم باید د بل متحابه هیواد د صدراعظم او یا لږ ترلږه د هغه د مرستیال سره یو تړون لاسلیک کړي ، نه د سفارت د یوه عادي مامور ( اقتصادي مستشار ) سره . له دې نه مخکي ما چي صرف یو رئیس وم ، ددغه مستشار سره مي څو ځله اړین قراردادونه لاسلیک کړی وه . خو دا ځل یې سیال د لاسپوڅي رژیم صدراعظم وو .
       د یادولو وړ ده ، کله چي شورویانو د جګړې په میدان کي  خپله ماته ولیدل ، وروسته یې د نوموړي قرارداد د فسخ کولو وړاندیز وکړ او له نیکه مرغه تړون فسخ سو . د امریکا او انډیوالانو تر برید وروسته د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال چی کله د چینایانو سره د عینک د قرارداد خبري کیدلې ، پدي هکله مي د  کانو او صنایعو وزارت ته خپل نظر و لیږه . ښایي هغه به یې په پام کي نیولی وي او یا به د نوموړو مقاماتو خپل نظر همداسی وو ، خو په قرارداد کي د متالورژۍ موضوع راغلي ده ، نه د غني سازۍ . زه دا یوه د ستایلو وړ خبره بولم .

د څلورمي برخي پای . نور بیا