په تصویري اوتحلیلي ژبه د افغانستان حالات

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67756
محمد انور ولید
دخبریدو نیټه : 2017-04-16


 
له زرګونو پېړیورا هیسې افغان خاوره د آسیا په زړه کې پرته ده ، خو جغرافیه یې هم پینځه زره کلنه شوه چې د آسیا په وچه کې د نړۍ د امپراتوریو د تلو راتلو پرپُل باندې یې شهرت موندلی . ددې هېواد اصالت ، لرغونتوب او تمدن له بخدي یا اُم ُالبلاد څخه جوت دئ اونړیوال تمدُنونه له غرب څخه شرق ، اوله شرق څخه غرب ته پرهمدې لاره انتقال شوي . خلک یې له آره له بزګرۍ اومالدارۍ سره مینه لري . همدغه وجه ده چې افغانان له پېله له کورنيو، سیمه ئیزو او نړیوالو سیاستونو سره بلد یت لري .
 
خود تاریخ په سینه کې چې ددې هېواد کومه بیوګرافي او بګرونډ پروت دئ ، د هغه بعینه خوندي او ژوندي اسناد اوشواهد د حال او قال په ژبو سینه په سینه اولاس په لاس آن ترموږ پورې را رسېدلي چې د مسخ کېدو امکانات یې په کې له منځه وړل شوي دي .
 
ددې لرغوني هېواد فزیکي جوړښت له دنګو دنګوغرونو، سردرو، دښتواو وادیوڅخه جوړدئ چې په غرونواو دښتو کې یې د ځمکنیو زېرموپرېمانه سلطاني ( اصیلې ) خزانې پرتې دي چې د نړیوالو پام یې ځانته وراړولی دئ . په خوږومعدني اوبوپسې خو د افغانستان د ګاونډیانوشونډې را ووتلې ، ولې ددې غرني هېواد په سردرواوشنو وادیوکې د پرتو زمریانوله برم اوهیبته د بلوسې او نیواک جرئت اوعزم ترې سلب شوی . ځکه خو یې د تاریخ په هره مقطع کې د کورنیواو بهرنیو دښمنانو پرمټ د خپلولو ناکامې هڅې پیل کړې دي .
 
هغوی یې هېڅکله هم د خپلمنځي خود جوشه ریښتیني مردمي کاملاً سوچه افغاني نظام جوړولو ته نه دي پرې اېښي . تاسې وګورۍ چې سلطان محمود غزنوي ، الحاج میرویس نیکه ، شاه محمودهوتکي ، ستراحمد شاه بابا ، شاه زمان ، وزیر محمد اکبرخان ، افغان سید جمال الدین ، غازي محمد جان خان وردک ، غازي محمد عثمان خان تګابي ، غازي امان الله خان او د وروستي جهاد اتلانو ته یې څه ډول توطئې جوړوې کړې او څه ډول یې لومړی بدنام او ور پسې یې یوپر بل پسې له مینځه یووړل .
 
استعمار تل په افغانستان کې په لوی لاس د افغانانوجوړکړي نظامونه په کې ړنګ کړي اوپه بدل کې یې په خپله خوښه زبرځواکونو اوذیدخلواړخونوخپل خپل کسان د واک پرخُمارو ګدیوباندې داسې  ورکښېنولي چې بیا یې مظلوم او بې دفاع خاموش اکثریت ترپېړیو پېړیو پرې بیده ساتلی ، اقتصاد او شتمنۍ یې استعمارګرو ترې وړې ، او په بدل کې یې مرګ ژوبلې ، محرومیتونه او نا څرکند برخلیک افغانانو ته په میراث پرې اېښي .   
 
همدا لامل دئ چې افغانستان اوافغانان یې په لوی لاس د نړیوال متمدن کاروان څخه وروسته ایسارکړي ، د تولید اوخود کفا کېدومجال یې ترې اخیستی ، د صادراتو پرځای یې له خپل هېواد څخه پردیوبې کیفیته توکو پلورلوته مصرفي مارکېټ جوړکړی .او په بدل کې یې په اصطلاح مشرانوته  د مزدورۍ او بېوسۍ پېزوان پرپزه ورځړولی ، هغوی ددې غیورملت پزه د افغانستان ددښمنانو په توشه په خاورو موښلې اود ننګ اوغیرت شمله یې پرځمکه ورته ویشتلې ده .
 
لږ وړاندې شاته ورګرځم ، که موږ د چنګېرکارنامې په افغانستان کې مطالعه او د هغه یرغل پرافغانستان باندې مجسم کړو ، نو سړي ته سوالونه را پیدا کېږي چې د چنګېزیأجوجو او مأ جوجو ولې او د څه له پاره له سد سکندر څخه را واوښتل او پرافغانستان او افغانانو باندې یې  یرغل او ظلمونه وکړل ، چې بیا یې  د خپل یوه لمسي په بدل کې  د افغانستان څاروي هم ترتېغ تېرکړل ؟
 
سکندر ولې افغانستان ترخپله واکمنه سینه لاندې کړ؟ ګرګین ولې هره ورځ د افغانانو دوه سېره سترګې ایستلې ، پزې ، غوږونه او شونډې یې ورپرې کولې ؟ هندیانو ولې پرافغانستان باندې خپل ظلمونه روا وبلل . هلته خو سلطان محمود غزنوي دوی ته د اسلام دین ، انسانیت اومعقول فرهنګ ورانتقال کړ. نو په افغانانو کې بدیت څه ؤ چې هندیان یې پر ضد را پاڅېدل او له وروستیو نسلونو څخه یې انتقامونه واخیستل ؟ ماتې خوړلو انګرېزانو ولې دري ځلې اود تزاري روسانو پاتې شونو میراث خورو ولې دوه ځلې پرافغانستان باندې خپل پوځي یرغلونه وکړل او د افغانستان شمال او جنوب ته یې خاوره پر نورو ورګډه کړه ، چې دادي اوس انګریزان د څلورم ځل له پاره د نړیوالو په ملاتړراغلي  ، او روسان د خپل نوي ائتلاف په ملاتړ افغانستان ته د درېیم ځل نظامي یرغل له پاره تابیا نیسي ؟
 
خو دا ولې ؟
 
ځواب یې دادئ چې په افغانستان کې هېڅکله خود جوشه ملي بېخپوره حرکتونه خپلې ودې او پوخوالي ته نه دې پرې ښودل شوي او ثمره یې تل د معامله ګرو په لاس کې لوېدلې ، ځکه خو په دې هېواد کې د ملي یووالي له پاره ملي سرتاسري افغان شموله خپلواکه سوله نه ده را غلې ، او افغانان یې تل په خپلو کې د نفاق په نارغۍ اخته سره ساتلي . د قوم ، ژبې ، سمت ، مذهب ، ګوند او  واک وېشلولا علاجه وایرسونه یې په تقریباً غیرافغاني کوپړیو کې ورکرلي او په نوبت او ډله ئیز شکل د وخت له ایجاباتو سره سم د خپلو شومو اهدافو له پاره کار ترې اخلي .
 
دا په دې معنا چې استعمارهم له دغه ډول کرېکټرونو څخه اوهم د همدې کرېکټرونو په مرسته د افغانستان له خاورې څخه د خپلو شومو اهدافو له پاره ناوړه ګټه پورته کوي .
 
د مرستو په نوم دامونه یې ورته اېښي اوخپل ډول ډول شرطونه ورباندې تحمیلوي . یولک مرسته کوي او شل میلیارده بېرته له افغانستان او افغان خاورې څخه له څانه سره وړي . آن تر دې چې خپل قانون او ملي وثیقه یې پرې تر پوښتنې لاندې کړې ده . د مخدرو موادو ، مافیایي بانډونو او اداري فساد پديدې ټولې د شفافیت او روڼتیا  ترنومونو لاندې د استعمار خپلې پروژې دي . دوی د همدغو مبتذلو پروژو په مرسته په میلیاردونو ډالر ترلاسه کوي او زموږ هېواد او هېواد وال یې د لوږې ، بېکاریو، نا امنیو ، پردیو مداخلو ، نظام کاواکه کولو ، محرومیتونو . مرګونو ، ژوبلو ، بربادیو او نا معلوم برخلیک سره پرې مخ کړي دي .
 
خو ددې علاج او چاره هم شته ، اوهغه داسې چې ټول افغانان پر یوه ملي واقعي محور سره را ټول او د جرمني او جاپان په څېرنر او ښځې په ګډه خپل ځان او خپلو راتلونکو نسلونو ته په علمي او جسمي ځواک سره ریښتینی کاروکړي . هو! له پردي احتیاج او پردیو مداخلو څخه د خلاصېدو او پرخپلو پښو ددرېدو ریښتیې لارهمدغه ده چې ما د افغانستان حالات په ذهني تصویري او تحلیلي ژبه ناسو درنو لوستونکو ته وړاندې کړل .