دنهظت اودموکراسی په مخالفينوبه ترکومه رنگ،رنگ کالی اغوستل کيږي!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67739
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2017-03-29

دادی يوپه بل پسې دبهرنيوهيوادوپوځی اوسياسی چارواکي ددې خبری پخلی کوی چې داعيش دلته په پاکستان کي دپرونی طالب له وجوده رازېږې . که مو پياد وي کله چې په پاکستان اوايران کي دجوړ سوي پنځلس تنظيمونه دقدرت پر سر نه سره جوړيده اوهرې ډلي ياتنظيم دخپلو گټودساتلو لپاره دبهرنيو هيوادونوسره پټې اولڅي اړېکي ټينگول پيل کړه . دامريکاد داستخباراتی شبکې سي آي اې لخوادپاکستاني استخباراتوپه مټ دطالب په نوم يوحرکت پيل کړ .دغه دطالب حرکت هم دلمړی ځل لپاره له کويټې ، کندهار اوبياتر همدغونورو ولايتو ورسېد کوم چي اوس دامريکا لوي درستيز اويانور امريکايي ،انگليسی او روسی چارواکي دداعيش دخپريدو سيمې په گوته کوي . هغه وخت هم طالبان لږ وه لکه اوس داعيش ،خوپاکستان اوامريکادمجاهدو بې شمېره قوماندانانوته هدايت ورکړ چې دطالبانو سره يوځاي سي اودطالبانوپه نوم دهغه وخت ددولت دړنگېدولپاره کار اوفعاليت وکړی .اوس چي نوردطالب پروړاندي ملي اونړيوال حساسيت راپارېدلی . په سياسی اوپوځی ميدان کې ترېنه چندان گټه نسي اخيستل کېداي،ځکه خو په ظاهر کي پاکستان دېته وهڅېد چې گويا په افغانستان کي دسولي اوثبات سره خواخوږی لري اوغواړی په هرشکل چې وي طالبان له دولت سره پخلاکړي، ترڅوله يوې خواپدې بهانه خپلو پټوموخوته ورسېږي اودبلې خوادطالب په نوم په دولت کي خپل نفوذ په يوه بله بڼه نورهم غوښن کړی . ددې ترڅنگ ورته گوروچې دادۍ آهسته، آهسته دداعيش په نوم دهمدې طالب له ليکونه دافراطيت دقدمو نواواز ترغوږو کيږي ،توره لنگوټه په تور ماسک اوسپين کالی په تورو بدلېږي . نړيوال زبرځواک په ځانگړې توگه امريکا هره ورځ موږ بيچاره گان چي نور مو ولس دافراطيت ،بنسټپالنې،تنظيم سالار اودمجاهدپه نوم له سوداگروترپزی راغلي اونفرت ترې لري ،داځل دخپلو نامعلومو موخو لپاره زموږ ولس دداعش په نوم ډاره وي . که یې پرون په مجاهد قوماندان باندي دطالب کالي واغوستل دادی نن يوځل بيادسرپه سترگه ورته گوروچې په طالب دداعيش کالی اغوندي ،سپين بيرغ په تور بدلوی . په افغانستان اوسيمه کې دداعيش دنفوذ دپراختيا ترنامه لاندي يوه نوې لوبه پدې سيمه کي دپيلېدوپه حال کښي ده،خداي دي افغان ولس ته خير پېښ کړي . زه ددې خبری دسپيناوي لپاره په ۱۹۹۳ کال دحوت پر ۱۲ دازادی راډيوله لاري د امریکا لوی درستیز داخبره را اخلم چې وايي : ((په افغانستان کې د داعش غړي څوک دي؟ د امریکا لوی درستیز وایي، له طالبانو یوې بیلې شوې ډلې په افغانستان کې پر ځان د داعش نوم ایښی دی. جنرال مارتین دیمپسي دا خبره په داسې وخت کې کوي چې د راپورونو له مخې هغه کسان چې ځانونه د اسلامي دولت د ډلې یا داعش غړي ګڼي په لوګر، غزني، فراه، ننګرهار، زابل، کونړ، هلمند اوکندز کې يې هلې ځلې پیل کړې دي. افغان چارواکي هم وایي، د طالبانو ځیني غړیو تور ماسکونه اغوستي دي او تور بیرغونه ورسره دي چې ځانونه د داعش غړي معرفي کوي. قوماندان عبدالرووف چې په ملا خادم مشهور و د داعش له لوري په یوې اعلامیې کې معرفي شوی و چې په افغانستان کې د دوی مشر دی .)) د امریکا لوی درستیز جنرال ډمپسي د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه وویل، د پاکستان تحریک طالبان ډله له طالبانو څخه هغه بیله شوې ډله ده چې خلکو ته ځان د داعش په نوم ور پیژني. البته دادي هېره نه وی چې نه يوازي دداعش نوم بلکی دداعش طريقه اولارښود ديوشمېر ډلوسره له منځنی ختيځ اوهمدا ډول له پاکستان څخه دافغانستان په شرقي سيمه کي ډيسانت سول .دې ډيسانت سوو ته ټول لوژيستيکی خدمات په لوړ کچه رسېدل ،حتادوي دسيمو له خلکوسره دپخوخوړو مرسته کول . زمادهيواد ملي گټي دا اجازه نه راکوی چې نور دامسله په تفصيل وڅېړم چې دوي داله کومه کول او ولی یې خلکوته رسول . اوس چې دامريکا دجمهوری رياست ترټاکنو وروسته ښاغلی ټرمپ ددې هيواد نوي ولسمشر ټاکل سوی،متاسفانه موږ افغان ولس ته دقيقه معلومه نده چې دامريکا دولتی مشرتابه ددې را زېږېدلوپروړاندي کوم دريز لري ؟ دافغانستان اونړۍ له يوشمېر دهيوادوله ولسونوسره په رښتيانی بڼه دسولي اوثبات لپاره مرسته کوی؟ اوکه دا اداره هم لکه دبارک اوبامااداره د نامعلوم اوغير معقول سياست چي په حقيقت کي اوس دنړۍ عام ولس دترهگرونه دډار او وحم له امله په روانی ناروغۍ اخته سوی دخپلو ناڅرگندوگټولپاره ددموکراسی او بشردوستۍ په نوم دوام ورکوي؟؟؟ ددې غښتلی اوپرملت مين ولس دسياسي بيداری او وملی گټوته دعملی ژمنتياپه هيله . ومن الله التوفيق