توپاني تګلاره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67728
یوسف خدمتګار
دخبریدو نیټه : 2017-03-22

 


 چـې دمـيـني پـه بـازار ورګـډیـدی شـي
 پــه نــــړۍ د لـیـونـو حـسابـیــدی شـي
 د تورغرډبرې څوک په غـاړه نـه وړي
 چـې تـوږل سولول وزغـمي غـمی شـي
 چـې پـه زړه کې يي دمـیني لـمبه نه وي
 ړانده کله له ښکلا ځیني خوند وړی شي
 څـو دغـرو دښـتـو ګلان ګل شوي نه وي
 د ګلـــدان پـه ګل بــه کلـه پـسـرلـی شــي
 دزړه درد پـه شـنـو پـیالـو خړوبوي خـپل
 درنـدانـو پـه مجـلـس کـې یـاد یـدی شــي
 بـې لـه یـاره دخپل ژوند په غم کې نه وي
 محـبت کې چې سرکـیـدي راژونـدی شي
 خـدمـتګاره سـتا تـګــلاره تـــــوپـانـي ده
 بـې ایـمانـه زلـمي کلـه پـرې ورتـلی شي