ریدیه ګله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67725
سميع الدين افغاني
دخبریدو نیټه : 2017-03-22

 

دا یوه څرګنده خبره ده چې دهیواد په کلیو اوبانډوکې اوسیدل د خدای  لوی نعمت او پیرزوینه ده او ددی پیرزوینې تر څنګ  که له یوې خوا کلیوالي ژوند د زیار او زحمت ژوند دی د بلې خوا ددې زحماتو  سره سره  کله چې په مالتونو کې مازیګر شي او زیړی مازیګری  په ماښام   بدل شي او بیاد کلي حجره د را بلل شوو میلمنولپاره په توشکو او کټونو سمباله شي ، د تورو او شنو هیل داره چایونو تابیا ونیول شي او په حجره کې د کلیوالي  سندرغاړو خواږه اوازونه د ستار او منګي  سره  اوچت  شي خوږې شیبې  او په دیره کې  د دیرې د مجلس د ټنګ ټکورفضا برابره شي بیا نو د ګلاجان استاد  هغه سندره په زړنو چنګ لګوي چې وایي :

ریدیه ګله، ګله ریدیه ببو جانې له دې وړمه

 دګلاجان استاد د ریدیه ګله اوډیرې نورې مستې کلیوالي سندرې هر اوریدونکی په شوق او ذوق اوري  او پوره خوند ترې اخلي۰

هو! ګلاجان استاد هغه د کلیو اوبانډوخوږ ژبی سندرغاړی وه چې په محافلو کې به یې دحضرت باز استاد پیښې کولې اوپه کمیدی حرکاتو به  یې دټنګ ټکور  فضا  خوشاله  ساتله  چې ډیر زر  یې په لسهاو  سندرې  د اوریدونکو زړونو ته لار موندلې  او همدا وجه وه چې کلا جان او ډیر نورو خوږ ژبومحلي  سندرغاړو   د خپلو اوریدونکو او مینه والو  په زړونوکې ځای درلود او د همدې کلیوالي دیرو او نورو هنري فعالیتونو له وجې  د شهرت لوړ مقام ته ورسیدل۰

دا هم د ریدي ګله تر سر لیک د ګلاجان استاد دکلیوالي سندرې دشعر یوه لنډه بیلګه:

ریدیه ګله ، ګله ریدیه ببو جانې له دې وړمه

ریدي ګلونه جنکو راوړه ما لیدلي په اوربل کې

دخدای لپاره عالمه تاسې ورته وګورئ سیزل کی

یاري نه کوي جنکۍ ټولې دي ټګانې چل او ول کې

سودمندبه نه شې که ورته ټول عمرزاری وکړې مینه

 


دښاغلي ګلا جان استاد  د دیرې د مجلس د خوږو سندرو بیلګې ډیرې دي چې د نمونې په توګه د هغه یوه بله کلیوالي سندره  چې شعر یې خپل دی او پدې شعر کې د خپلې مینې  اظهار داسې کوي :

په غاړه دې اوږي شونډې پیزوان سره مزه کا

د لنډې زنې خال د دلبرجان سره مزه کا

 


په غاړه دې اوږي ده په اوربل دې تاویزونه

نامردې دومره مه کوه په ما باندې نازونه

کمیس ګلې بخمل د اوچکان سره مزه کا

د لنډې زنې خال د دلبرجان سره مزه کا

 


کمیس ګلې بخمل د ستا په غاړې مزېدار دی

چې داسې نزاکت کړې هر سړی دې خریدار دی

ستا مینه محبت د جان، قربان سره مزه کا

د لنډې زنې خال د دلبرجان سره مزه کا

 


ستا مینه محبت په تګ راتګ باندې زیاتیږي

راځه دونیا فاني ده هر څوک ځي نه پاتې کیږي

دا لوبې بګتۍ د ګلاجان سره مزه کا

د لنډې زنې خال د دلبرجان سره مزه کا

خبره د ګلاجان استاد او په کلیو او بانډو کې د محلي سندرو او اشعارو یادونه ده  دا هم یو محلي شعر هیله ده چې دا کلیوالي ډالۍ ددوستانو د پام وړ وګرځي:

سپرلي ګلونه

د جنکو په اوربل څومره خوند کوینه

 


زلفې  ېې  تورې  تور اوربل ېې  مزې  دار دی نا

څومره ښايسته په غاړې پروت د زرو هار دی نا

دا سور چارګل ېې پاس په  پوزې پرې دار دی نا

مين ېې کړمه

دا پټ کاته ېې په زړګي ويشتل کوينه

سپرلي ګلونه

د جنکو په اوربل څومره خوند کوینه

 


دجلۍ شنه بنګړونه ډک سپين مړوندونه دي

د بنګړو شرنګ ېې ليوني کړه عالمونه  دي

ظالمې کړې  يې  دخيا له  ډیر  نازونه  دي

ستې ېې کړمه

 شرنګ د بنګړو ېې عالمونه خبروينه

سپرلي ګلونه

د جنکو په اوربل څومره خوند کوینه

 


ریدي ګلونه نن د لیلا  په اوربل  سپور ښکاريږي

څومره ښاسته لباس کې وتې حال ېې نور ښکاريږي

 ښايسته سور شال کليوالي ېې په سرخور ښکاريږي

نظره نه شي

دا افغاني لباس ېې ځانله زیب لرینه

سپرلي ګلونه

د جنکو په اوربل څومره خوند کوینه

---------------------------------

 

۲۲  -  ۳  -  ٢٠۱۸

م ۰ کال