دارزګان:دشهید جنرال مطیع الله خان دوهم تلېن دزرګونه کسانو له لوري ولمانځل سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67716
احسان الله ولس يار
دخبریدو نیټه : 2017-03-19

دجنرال مطیع الله خان دشهادت دوه کاله پوره سوي خو لا اوس هم دخلګو په زړونو کي دهغه دغم اثر لیدل کیږي او وايي چې نه شتون کي يي ارزګان له ناخوالو سره مخ سوی. دشهید جنرال مطیع الله خان دوهم تلېن دشنبي په ورځ دهغه په کور کي پر داسي مهال ولمانځل سو پکښي د دي ولایت مرستیال والي،دملي اردو د څلورمي پلي لېوا قوماندان،ملي امنیت رئیس او ګڼو دولتي کسانو، ملکي ادارو رئیسانو،زرګونه کسانو او سلګونه ښځو ګډون کړی وو. دغونډي په پیل کي دشهید جنرال مطیع الله خان دخیریه بنسټ مشر او د هغه مشر زوی الحاج محیب الله مطیع پوپل خبري وکړي او د غونډي ګډونوالو ته يي ښه راغلاست وویلی او مننه يي وکړه چې خپل کارونه يي شاته پري ایښي او په دغو مراسمو کي يي ګډون کړی. نموړي همداراز په هیواد کي اوسنۍ ناخوالي دګاونډيو هیوادونو له لوري پیښي سوي او هغوی نه غواړي چې افغان ولس په ارمۍ اوسوکالۍ کي ژوند وکړي. د پوپل په خبره چې ددي ناخوالو څخه د ژغورني یوازینۍ لاره داده چې ټول قومونه سره یو موټي سي او د ورورۍ لاسونه سره ورکړي او د دښمن مخنیوی وکړي. ده همداراز وویل چې دی به دپلار پر قدمونو قدم ږدي او د قومي مشرانو په سلا مشوره به هغه کارونه مخي ته وړي چې د دي ټولني په ګټه وي. دارزګان مرستیال والي عبدالواحد پټان هم وايي چې شهید جنرال مطیع الله خان د ارزګان لپاره ډیر دخیر او ښي ګڼي کارونه تر سره کړي خو دهیواد او خاوري دښمنانو پري نه ښودی چې ددي هیواد او خاوري خدمت ته ادامه ورکړي. په غونډه کي د یوشمیر ادارو رئیسانو او قومي مشرانو هم دخپلو خبرو پر مهال له ټولو کسانو وغوښتل چې سره یو موټي ووسي او د ټولني اوسنیو ناخوالو مخنیوی وکړي. دوی وايي چې په یوالي کي دهیواد پرمختګ او په نفاق کي دهیواد ورانول دي ځکه نو دهغوی په خبره چې لازمه ده څو سره یو موټي ووسو. په ارزګان ولایت کي دبشري حقونو خپلواک کمیسیون سرپرست وايي چې دشهید جنرال مطیع الله خان په وخت کي تر ډيره دبشري حقونه ساتنه سوي وه او هیڅ چا دبشر حقونه تر پښو نه لاندي کول. دښځو چارو ریاست رئیسه اغلي رڼا سمیع وفا هم وویل چې دهغه د ژوند پرمهال ښځي له خپلو حقونو برخمني وي او هغوی په با امنه فضا کي ژوند کاوه. دیادوني وړ ده چې دغونډي ډیری ګډونوالو پر دي ټینګار وکړ چې له هر ډول تعصبونو څخه لاس واخلي او د افغانیت او اسلامیت تر نامه لاندي ددي هیواد ناخوالو ته نه وايي.