روستايي:ارزګان کې قومي او ژبني تعصبونو دمدني ټولنو فعالیتونه درولي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67706
احسان الله ولس يار
دخبریدو نیټه : 2017-03-08

په ارزګان کې دبشري حقونو خپلواک کمیسیون مسؤلین په دغه ولایت کې پر مدنې ټولنو نیوکه کوي او وايي چې له تیرو څو کلنو راهیسي يي دبشري حقونو دنقض په برخه کې فعالیتونه دریدلي دي. په ارزګان ولایت کې دبشري حقونو خپلواک کمیسیون ددفتر سرپرست عبدالشکور روستايي وايي چې په دغه ولایت کي مدني ټولنو دبشري حقونو دساتني او ټولني داصلاح کارونه شاته پري ایښي او خپلو شخصي ګټو ته کار کوي. دمسؤلینو په خبره چې دا مهال په ارزګان کې شاوخوا۱۰ مدنې ټولني شتون لري چې دري يي ښځینه او ووه يي دنارینه وو دي. خو دا چې دبشري حقونو ددغو څرګندونو په ځواب کې د مدني ټولنو ځواب څه دی په اړه‌ یې دمدني ټولنې مسؤله بي بي مرجانه کوچۍ او اسد پښتون وايي چې دوی دهري پیښي په اړه خپل ږغ پورته کړی خو زورواکان هڅه کوي چې مخه يي ونیول سي. ددوی په خبره چې د تاوتریخوالي د پېښو قربانیانو ته د عدالت غوښتنه او خلګو تهد عامه پوهاوي ورکړه د مدني بنسټونو له عمده موخو څخه ګڼل کېږي. له دي ټولوسره ـ سره په ارزګان ولایت کې دعدلي ریاست رئیس احمدخان احمدي وايي هغه چاته به اجازه ورنکړي چې تش په نوم مدني ټولنه جوړه کړي او د اړتیا پرمهال فعالیتونه نکوي.