په قانون کښې خپلواکه خو په ټولنه کي مينځه اوبې واکه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67704
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2017-03-07

درنو هيوادوالو ! داليکنه ما د۲۰۰۵ کال دجون دمياشتي پر ۱۴ نشرکړې ،خو پدې دودرو ورځوکي چې دچارواکو دوعدو پروړاندي ديوشمېر غيرتی خويندو په ځانگړې توگه نن د۲۰۱۷ زکال دمارچ پر شپږمه د طلوع نيوز نحث گردی مېز ته رابلل سوی درنې خور ملالی شينواري څرگندونو دېته وهڅولم چې ددې اوددوي پشان دبې شمېره غيرتی خويندو داواز سره دشريکېدو اوملاتړ په خاطر داليکنه شاوخوا ۱۲ کاله پخوا نشرسوی اوپدې ۱۲ کالوکي دولتی چارواکو اونړيوالی ټولنې دافغان ښځودژونداوچارودسمون په خاطردمليونوډالرودلگښت درپوټوورکولوسره بې حسابه وعدې کړي ،خوپه عمل کي یې زموږ ميندو اوخيندوکوم حاصل اوگټه نده ليدلې ،يوځل بيا دلږ تغيراتوپه راوستوسره نشر کړم . زه چي همدا نن ورته گورم ((هغه آش اوهغه کاسه )) زموږ دميندو اوخويندو په ژوندکي بېله تبليغاتوکوم مثبت تغيرچې ځوک دي ورباندي حساب وکړی ندي راغلی . ښځه دنړۍ په کچه دټولو انسانانو د شميرنږدې نيمايې جوړوې . مگر دبشر په تاريخ کښي هيچا ښځو ته خپل حق ندۍ ورکړۍ ،او نه ښځو ته دا امکانات برابر شوې چي په ټولنه کښې خپل روا حقوق تر لاسه کړۍ . په ټولنه کي نارينه و تل تلاښ کړۍ چي دځان او نارينه سالارۍ په گټه دښځو انساني او رواحقوق ترپښو لاندي کړی او دښځو ټول امکانات دځان په گټه وکاروي . که دبشرې ټولنو دتکامل تاريخ ته يو لنډه او ځغلنده کتنه وکړو، تاريخي حوادث او بدلونونه وڅيړو دا به راته څرگنده شي چي تر بل هرچا زيات ښځو درد ليدلۍ او په کړاونو کښي يې ژوند کړۍ،استثمار شوی او زورېدلي دي .په ټوله نړۍ کښې دښځواوميندو دژوند شرايط ستونځمن دي د مثال په توگه هرکال تر ((۳،۳)) مليونه زيات ماشومان مړه دنياته راځې پدې کار هرو مرو مور زوريږي ځکه هره مور علاقه لري دماشوم خاونده وې ،همدا شان هر کال ( (۴)) مليونه ماشومان د۲۸ ورځو ژوندکولو نه وروسته او(( ۶،۶ ))مليونه تر پنځو کلونو وروسته ژوند دلاسه ورکوي . علاوه پر دغه هر کال دولادت په وخت کښې تر (( ۵۲۹۰۰۰)) زياتې ميندې خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوي . ( 25,04.05 دايزويستياورځپاڼه دعلمې تحقيقاتو برخه ) . په سياسي اوټولنيزو چارو کښي متاسفانه دنړۍ په مطلق اکثريت هيوادوکي مور او ماشوم ته لکه څنگه چي ضرور ده پاملرنه نه کيږې، دولتي چارواکي اوسياسي گوندونه دښځو دحق څخه ددفاع او ملاتړ شعارو په پورته کولو سره يوازي دسياسي پلويانو دپيدا کولو په منظور گټه پورته کوي ، همدا اوس هم دنړۍ په بې شمېره هيوادوکي دولتی چارواکي اوسياستوال ددموکراسۍ او برابرۍ ډبره پر ټټر ټکوي ،خو په عمل کښي یې گورو چې په دولتي جگوڅوکيو او پارلمان کي دښځودشميرد انډول په اندازه کم دي . نن زما موخه دنړۍ په کچه دښځو دحقوقو تر پښو لاندي کولو مسلې څيړل ندي ،ځکه پردې مسله کتابونه ليکل کېداي سي اوبايد پرې وليکل سي ، بلکه غواړم دافغاني مور هغي با غيرتي مور دمقام ددرناوې په خاطرکوم چي هر افغان ته تر هر چا گرانه او دقدر وړ ده داڅو کرښي ډالی کړم . هره مور ښځه ده ولي هر ښځه مور نده ! مگر کله چي دمور په هکله خبرې کوو نو هرو مرو دښځې نوم يادوو . مور هغه مقدس نوم دۍ چي هر څوک يي په زيات احترام پرخوله راوړې ،درناوئ يې کوې او که انسان په هر څومره لوړ ټولنيز مقام کښي قرار ولري اودعمر زيات پسرلې يي تيرکړې وي بيا هم دا پاچا ،واکمن ،دهر ډول قدرت خاوند،عادل يا ظالم ،جبار يا مهربان دمور په مقابل کښي دتسليمۍ سر ټيټه وي او زړه يې غواړې چي دمورد محبت او دمهربانۍ له احساس نه په ډکه غيږ کې سر کښيږدې . ولي په ټولنيز ژوند کښې بيا دا مامول بل ډول بڼه لرې او مور زيات وخت دزرورواو قدرت دخاندانو له تاخت او تاز سره مخامخ کيږي ، دښځو(مور ،خور ،کورودانه ) سره په کړنو کي داهيره وې چي که دا زما مور ،خور او يا لور نده ديو بل ما غوندې انسان مور،خور،لور يا کورودانه ده نو ولی په سپکه سترگه ورته وگورم اويا یې عزت اوعفت ترپښو لاندي کړم . دټولني د ورځنيز ژوند په اقتصادي ، سياسي ، اجتماعي او فرهنگي برخو کي نارينه و تر ښځو ځانته ډير حق ورکړۍ اوزيات وختونه يي دمذهب اوعنعنې څخه چې بايد زړه سوې وي دځان په گټه دناوړې استفادې او يا منځنيو پيړيو د زاړه شوو غير عادلانه دود ونو او دستورونو په نامه په ټولنيزو چارواودهيواد په سياسي ژوندکي دښځود فعال او رغنده گډون مخه نيولکېږي . تر لمر روښانه او څرگندحقيقت خو دادۍ چي مور ماشوم نهه مياشتي په گيډه کي گرځوي او دنياته دهغه تر راوړلو وروسته يې شپه او ورځ دژوندپه هر ډول ستونځمنو او له کړاو نه ډکو شرايطو کښي له نيمي شپي شيدو ورکولو نه نيولې ترلمرلويدو پوري زحمتونه گالي .خپل ماشوم څومره چي يې توان وې روزې اوهغه ته دانسانيت درس ورکوې،داافغانه مورده چي زموږ دهيواد وياړلي تاريخي او فرهنگي شخصيتونه يې روزلي . دکور دټولو چارو دسمبالتيا په گډون يې دژوندله ملگرې سره اوږه په اوږه له کورنه بهردکرهڼيزوچارونه نيولي ترشپنۍ اوحيوانانو په روزلو اوهغوي ته دوښو په برابرولوکي دخپل فزيکي توان له مخي په پراخ صداقت او مينه سره مرسته کوي او دژوند ملگری يي هيڅ وخت تنها ندۍ پرې ايښۍ . څرنگه چي افغانستان د۳۳۰دميلاد څخه دمخه (قبل الملاد) راپدي خوا هند ته درسيدو لپاره د استعمارگرو هيوادو په لار کي پروت ؤ نو ځکه به يې لمړۍ زموږ پر پاکه خاوره تيرۍ کاوه ولي زمو ږ ميړنيو اوغيرتي ښځودافغاني شازلمو سره يوځاي دپرديو لوټمارو اويرغلگرو په مقابل کي له اسکندره تر چنگيزه ، له انگريزه تر شورويانواوبل هر يرغل گر او هرتيري کونکی په مقابل کي دنارينه وو سره يو ځاي دسياسي خپلواکۍ،ځمکني بشپړتيا او ملي حاکيميت دساتلو په لار کښې تاريخي حماسي جوړې کړې او زياتي قربانۍ يې ورکړې دي . زموږ دهيواد په تاريخ کي دداسي وياړلو ميندونومونه ثبت شوي دې . همدا افغانه ميړنۍ اوپرخپل وطن مينه مور او خور ،يالور وه چي په دغه شان جگړوکښې يې پرکور دپلار ،ورور،دژوند دملگري ،زوي اويا لور دمرگ ږغ شوۍ دی او دا بيچاره ښځه يي ژړه ولې او غمجنه کړېده خو تسليم شوې نده . همدا افغانې کونډي ښځې دي چي دکورنۍ جگړې په جريان کښې يې خپل دژوند ملگرۍ دلاسه ورکړۍ دخپل شخصي ژوند او ماشوم دروزلو دروند پيټۍ يې پر اوږو پروت دۍ ، اما هغوي په زياته ميړانه پر مخ درومې او دژوند له ټولو ناخوالو سره مقاومت کوي .مگر ددې هيواد دولتی چارواکو اوسياسی سازمانویې لاس نيوی ندی کړی ،ځکه خوزموږ ډيري غيرتی ښځې دمجبوريتونو له امله دښار واټو اوکوڅوته ددخيرات ټولو لپاره په يخ اودوبی کي ناستي وي . همدا ډول ددې ټولو ټولنيزو اوسياسي ناخوالواوپه څلورديوالو کي ددوي دساتلوترسرۀ بياهم زموږ افغانې ښځې په فرهنگي اوادبې ډگرکي هم له نارينه وو نه شاته ندې پاته شوي . زموږ دلر غونې هيواد ادبي او فرهنگي پياوړتيا بايددښځو دفداکاريو ،عالي احساس او ځان تيرېدني ممنون وي ،موږ په سلهاووشاعراني ،ليکوالې ادب پوهاني او عالماني ښځې لرو چي دقلم په ژبه يې د افغان ولس له حق نه دفاع کړې او ټولنيزي ناخوالي يې په زياته بي پروايي سره بربنډي کړي دي .دهرجابر اوظالم پروړاندي دخپل روا او انسانی حق نه ددفاع په خاطر سرښندنه اوبې امانه مبارزې دمخکښانواودهغوي دلارويانو ټولو قهرمانو ښځودنومونو ليکل دلته امکان نشته اوزه ځکه دبيلگې په توگه هم دچا نوم نه ليکم زما په اند دا به دحق تر پښو لاندي کول وي ځکه هري ښځې دخپلې پوهې اودژوند دشرايطو پر اساس پدې لار کښي زيار ايستلۍ اومعينې لاست راوړنې او افتخارات لرې . ددي ټولو سره سره لکه څنگه چي مي وړاندي ايشاره وکړه زموږ په هيواد کي سر بيره پردې چي په اساسي قانون کي دنارينه سره برابر حق ورکړه شوۍ تر بل هر هيواد دښځو دژوند اقتصادې ،اجتماعي ،فرهنگي او ټولنيزو چارو سالمې ودي او پراختياته په کمه پيمانه پاملرنه شوې ده . دښځو دباسواده کيدو مسلې ته کم ارزښت ورکول شوۍ همدا اوس په سلو کي ((۹۰)) انجوني ومکتب ته له تگ نه محرومې دې . له مذهب او عنعنونه په ناوړه گټه اخيستني سر ه هميشه تلاښ شوۍ چي ښځه په چادرۍ کي راونغاړې نورنو چي پرهغې څه تيريږي اوله هغې سره څه ډول چلند کيږې هيچا دا مسوليت په غاړه ندۍ اخيستې اونه یې دهغې دقانوني حق نه دفاع کړې . تيرواو روانوخپل منځي جگړوکه وطن وران کړۍ نو دښځو پر خوله يي هم ابدې مهر وهلۍ دۍ ، يعني دښځې څخه دځان ددفاع او حق غوښتلو واک دسياسي اودولتې واک دتږ و لخوا اخيستل شوۍ دۍ . ډير ي داسي سياسي څيرې شته چي برملا يي په مطبوعاتو کي ښځې ته د حيوان خطاب کړۍ او يا وايي (( بلې ، ښځه دا يا هغۀ حق لري ، خو هر څه ځانته اصول لرې ))، مگر دا اصول هيچاته ندې معلوم چي داڅه اوکوم اصول دي ؟ ممکن دا اصول يوازي همدغو ښاغلو ته معلوم وې چي کله نا کله دفتوا په بڼه له هغو نه پراخه استفاده کوې . دطالبانو درژيم دړنگيدو راپدې خوا بيا تر نن پوري متاسفانه دښځودحقوقو ددفاع اوهغوي ته په ټولنيزژوند کې دازاد او فعال گډون دامکاناتو برابرولو نارې سورې يوازي شکلي اوغولونکې تبليغاتري بڼه لرې . تراوسه دښځو دژوند په حالت کي کوم ليدونکۍ مثبت تغير ندۍ راغلۍ ،ثريا پرليکا دښځو داتحاديي مشره دبې بي سي سره په مرکه کښې وايي : ((... تر اوسه دښځو په ژوند کي کوم اساسي تغير ندۍ راغلۍ يوازي په کابل او يو شمير ښاروکي روڼ اندي ښځې،ډاکټرانې ،انجينېرانې اومعلمانې کولاي شي په ټولنه کي کوم کار تر لاسه کړې )) . مگر ورځنېوحالاتو دا په وار وار ښودلې ده ددې سره ، سره چي زموږ په ټولنه کي دروښنفکرو اوسواد لرونکو ښځوشمير ډير زيات کم دۍ بياهم په هغه چاروکي چي زموږ دټولني دځانگړو شرايطو په اساس بايدښځه وگمارل شي لمړۍ په چارواکو پورې تړلې نارينه اوکه هغوي ونه غواړې نوهغوي ته نږدې ښځه گمارل کيږي يعني هغه ستونزه چي په دولتې چاروکي دزيات شمېر بې وسه نارينه وو دگمارلو په هکله سته دښځو سره ورته برخورد کيږي . همدا علت دۍ زيات شمير ښځې چي ليک اولوست يې زده دۍ بيا هم بېکاره دي او ياداسي کارو ته گمارل کيږي چي سرته رسول يې هغو ته گران وي . ددولت په کچه دمور او ماشوم حمايه لکه څنگه چي لازمه ده سرته نده رسيدلې، په دولتي اداره کښې دپراخ فساد په خاطر افغاني ميندو ددولت پاملرنه نده احساس کړې . ديونيسف داعلاميي په اساس ((90)) په سلو کي دماشوم زيږول دروغتيايي اصولو خلاف سرته رسيږي ،په همدې خاطر په هرو سل زرو ماشومانو کي چي دنياته راځې (( 1900)) ماشومان ضايع کيږې . په منځنۍ توگه ښځه دعمر په اوږدوکي شپږ ځله اوميدواره کيږې داقتصادي او روغتيايي ناوړه شرايطو په اساس دوينې په سروکروياتوکي داوسپني دنشته والې او وينې دلږوالې له امله (( 70 )) په سلو کښې اميدوارې ښځې ددتبر کلوز په مرض اخته کيږې . دملگرو ملتودسازمان دځانگړې نماينده داستازي مرستيالي دروغتيا دنړيوالې ورځي په مناسبت دBBC سره په مرکه کښې دافغان ميندو اوماشوم حالت د(( خاموشي سونامي )) په نامه نومولې ده هغې وويل : دمور او ماشوم دا شان حالت يوه لويه فاجعه ده ، بايد دافغانستان اړونده چارواکي او نړيوال داسونامي پرځاي او په ټپه ودروې . چې متاسفانه دادی ۲۰۱۷ زهيرد کال دريمه مياشت پيل سوې خوزموږ دښځوټولی ټولنيزي ناخوالی پرخپل حال پاته دي . ديونيسف دادارې دکوچنيانودحمايي صندوق مسؤلينويوځل بيا چارواکو ته خبردارۍ ورکړ چي په افغانستان کي دميندومرگ او مير په ډير بدحالت کي قرار لرې ،دهمدې سازمان دراپور په اساس په هيوادکي په هرو(( ۳۰)) دقيقو کي دولادت په وخت کي يوه مور ژوند دلاسه ورکوې .همدا سږ کال په تکرارنړيواسلو سازمانودافغاني ښځوسره دتاوتريخوالی يوپه بل پسې دردونکی راپورونه خپاره کړه ،مگر زموږ دولتی چارواکو ورباندي غوږ هم ونه گراوه . دبي بي سي او ازادی راډيو نشراتو ته مرجعه وکړی دروغتيا د نړيوالي ورځې په مناسبت يې په يومطبوعاتي کنفرانس کي دافغانستان دروغتيادهغه وخت وزير ښاغلي فاطمې په ډاگه کړه : چي هره ورځ له (( ۵۰)) نه تر )) (( ۷۰ ښځې اوتر ((۷۰۰)) زيات ماشومان چي عمر يي تر پنځو کلوکم دۍ دمختلفو ناروغيو دهغي جملي نه دتبرکلوز او ملاريا دمرض په اخته کيدو سره ژوند دلاسه ورکوې .متاسفانه همدا درونکې لړئ همدا سوس هم روانه ده . دا هغه ډول ناروغۍ دی چي اوس دنړۍ په زياتوهيوادوکي مخ پر ورکيدودي اويا هيڅ نشته . اما متاسفانه زموږ په هيوادکي له يوې خوا ددولتي چارواکودبې تفاوتی اودبهرنيودنوکرانوپلاس دکورنۍ جگړې داور تودساتلوله امله هره ورځ له افغان ماشوم اومور نه ژونداخلي . ټولو دولتي اړونده چارواکو اوهغوي ته چي افغانانوته يې دصادقانه چوپړ وعدي ورکولې دازړه بوگنوونکۍ حالت بې تفاوته بريښې، ټولو يوه بهانه پيدا کړې او وايي وروره (( ۳۸ )) کاله جنگ هرڅه برباد کړي ....! ولي دروغتيا وزير صاحب دا ونه ويل دا هره ورځ چي اوسوه اويا (۷۷۰) ميندې په غم غمجنيږې خپل ژوند او يا دزړه ټوټه دلاسه ورکوې مسوليت يې دچا پغاړه ډۍ ؟ يوازې دمور او ماشوم لپاره دروغتيايي خدمتونو دسرته رسولو په خاطر هر کال نړيوالي مؤسسې اونور هيوادونه په ميليونو ډالره راليږې يوه مور هم پوه نشوه چي دا پيسې چيرې ځی ؟ او پرڅه مصرفيږې ؟ زموږ دولتي چارواکو يي لاره ميندلې ده چي څنگه اودچاپه نامه له بهرنيانو نه مادي او مالې مرستې تر لاسه کړي ، دا چي بيا يې چيري او څنگه مصرف کړي دوي پکښي ماهر او پدې ملک کښې بيله هغه هم څوک له چانه دحساب غوښتنه نشي کولاي . همدا اوس مور خپل ماشوم ديوې گولې ډوډۍ دپيدا کولو لپاره سهار وختې ددي پر ځاي چي ښوونځۍ ته ولاړ شې دسگريټو او نورو وړو او ارزان بيه شيانو دپلورلو لپاره بازارو ته ليږي ،يا ماشوم پر قاچاقبرانو خرڅوې او هغوي خداي ناتر سه يې بيا په ايران او پاکستان کي پر عربي شيخانو پلوري او دا عرب شيخان چي دسياست په ډگر کي ځانونه اسلام او انسانيت ټيکداران او مدافع بولې دټولو انسانې نورمونو اوعاطفي خلاف په همدغو افغاني ماشومانو خپل مارې اوښان ځغلوې، دعربي هيوادو په دښتو کي په سلهاو دافغان ماشومانو مړې پراته دي ولي دلته په هيواد کښي يې مور وراتگ ته ستر گي په لار ده . زموږ دولتي چار واکې دهيواد دعادې خلکو پشان دا زړه بوگنونکې خبرونه اورې او غوږونه کاڼه اچوې ،ځکه ددوي نازولي ندي چې مړسي اومړۍ یې په دښتوکي پاته وي .؛داپردۍ مور ده چي بې زويه شوې او دهغه راتگ ته شپه او ورځ شيبي شميرې . په پاکستان او ايران کي لدې ماشومانونه په استفادې هرافگان اودنړۍ هر اوسېدونکی خبردي . اولس کاله کيږي چي تراوسه وسله ټوله نشوه ، جنگسالار په خپل ټول قوت په سياسي ډگر کي فعال دۍ تنظيمونه او بنسټپال پر دولتي چارو مسلط دي،او دقانون پر ځاي فتواگاني اوشخصي پريکړې پلي کيږې . اداري فساد دخپل پړاو وروستيومرحلو ته رسيدلی، تر اوسه په وار وار ولسمشر دجنگسالارو او محلې قوماندانانو نه غوښتنه کوي چي وسله دولت ته تسليم کړۍ دمثال په توگه دروان 2005 زکال دجون په نهمه يې دا غوښتنه يو ځل بيا تکرار کړه ، هغوي چي وسلې لري پدې ښه پوهيږي چي داشان فرمانونه او غوښتنې ډيري شوې . متاسفانه دپريکړې او فرمانو په پلې کولو کي نه پوهيږو چي دکومو ملحوظاتو په اساس پرېکړنده حرکت نه ليدل کيږي . تراوسه دډيرو جنگسالاروپه وسلو سدمبال کسان دهغوي لخوا ساتل کيږي،جنگ سالار اوس هم جنگسالار دۍ. دمرکزي حکومت امرونه او پريکړې دکابل دښار او ځينو ولايتو دمرکزو له چاپيريال نه پرته چاته دمنلو وړ ندي په محلاتو کښي دهغه ځاي د چارواکو دعلاقې او خوښي له مخي هر څه ترسره کيږي . دولتی حاکميت تراوسه لاهم ټکنۍ دی . پداسي شرايطو کي ښځوته حق ورکول ، دمور او ماشوم له حق نه ددفاع او هغوي ته مرستې رسول خوب او خيال دۍ . دا هر چاته معلومه ده چي همدا دوي نه غواړې سوله راشي ، داپه لسهاوو زره مجهز بهرني وسلوال پوځ په موجوديت کي دانجونو مکتب ته اور اچول کيږي،ښځې برمته کيږي په وحشيانه ډول دپخوا پشان ښځې بيله کومي محکمې سنگساريږي داعجيب انصاف؟په کابل ، بدخشان ،سمنگان ،غور،بادغيس اونورو ځايوکي بيله دينه چي جرم يي ثابت شي پرخپل سره بېله کومې محکمې دبدوی پېړيو په دود سنگسارېږي . کوچنۍ ماشومي انجوني ((۶۰ يا۷۰ ) (کلنو ته په نکاح کيږې ، په بديو کي ښځې او پيغلي ورکول کيږي ، يو دقدرت او پيسو خاوند کولاي شي څو پيغلې په نکاح او څونورې بيا دمينځو پشکل پخپله کلا کي وساتي،او پدي ورستيو کي دهيواد په ځينو ولاياتو کي د تارياکو په بدله کي دتارياکو قاچاقبرانو ته پيغلي ورکول کيږي . دښځو سره دواکدارو دميل اوخوښې پر اساس چال چلند په هيوادکي قانونې بڼه اختيارکړې ،ښځه په افغاني ټولنه کي محرومترين انسان دۍ د همدي ظالمانه او وحشيانه کړنو ،جنسي تيريو اودژوند اقتصادې ناخوالو اوکورنيو جنجالونو افغاني ښځې ځان وژنې ته هڅولي دي . درسمي څيړنو پر بنياد په دا دريو کلو کښې تر ((۳۰۰)) زياتو ښځو په ځان وژنه او سوځونه لاس پورې کړۍ دۍ پدې نورو دولس کلونوکي داشمېره زياته سوېده . په حقيقت کښي ښځې دځان په وړاندي دناروا ظلمونو او تيريو په خاطر داواز پورته کولو بله لار نه لري بيله دينه چي ځان وسوځوې ، د ې بيچاره او بې دفاع انسان ته يوه دخلاصون لار شته هغه ځان وژنه او بس . دقانون دپلي کونکو لخوا ددوي سره څوک مرسته نه کوي، تاسو لوستونکي قضاوت وکړۍ کيداي شي له مستۍ او هستۍ نه څوک په خپله ځان سوځونې ته لاس کړې؟ که زموږ دهيواد دښځو اقتصادې او اجتماعي حالت او دهغوي کورني ژوند ته ځير شو دا به راته جوته شې چي په زياتو ځايو کښې دښځي سره دمينځي پشان برخورد کيږي . دا مور ده چي په زياتو ستونځمنو او غملړلو شرايطو کي شپې او ورځي سباه کوي دولتي چارواکي ددي پر ځاي چي دښځو په نامه وزارت چي زه يي دجوړيدو پلوۍ يم ددولت په تشکيل کي ورزيات کړې او يا په پارلمان ،ولايتي او ولسوالي شورا گانو کي ښځو ته معينه سهميه ورکول داکثريت افغانانو داستقبال سره مخامخ شوه ،ولي ښه به داوې چي دخواخوږۍ ، انسانې احساس او ددوي په مقابل کي دمسؤليت په منلو او درک کولو سره ددولت په ټولو مقامونوکښي دويته اړينه ونډه ورکړه سوې واي اودبلې خوا په قانون کي د بنسټيزو تغيراتو په راوستلو سره په ټول هيواد کي دښځو او پيغلو خرڅول ،بيله دښځې دخوښي نه دهغي په ميراثي شکل په نکاح کول،په بدو کي دښځو او پيغلو ورکول،په کور کي دهغي وهل ترټل ،توهين او تهديد ، پر ښځو جنسي تيرۍ او تجاوز ، بيله قانع کونکې دليله څخه ددو يا تر هغو زياتو ښځو په نکاح کول ، دنکاح په وخت کي دعمر دمناسب انډول په نظر کي نيول او داسي نوري هغه کړني چي هلته انساني کرامت تر پښو لاندي کوي دقانون څخه دجدي سرغړوني په توگه په رسميت وپيژندل شي او هغه کسان چي دا شان کړنه سرته رسوي دقانون له مخي محاکمه شي . په هغه صورت کي به ښځه ددغه دمنځنيو پيړيو له غلامۍ دحالت نه خلاصې شي . ښځه مور ده مور ته درناوۍ ځان ،انسانيت او هيواد ته درناوۍ دۍ . تر څو دولت دښځو دژوند وټولو اړخو ته ځانگړې پاملرنه ونه کړي ،او ښځو ته بيله هر ډول دليل او بهانونه په ټولنه کي دفعال گډون ، تعليم ، تحصيل اوخپلي خوښي کارامکانات برابر نشي او دهغو سره دهر ډول زور زياتۍ او تبعيض مخه ونه نيول شي او ښځه دقانون او دولت تر حمايي لاندي په ځانگړې توگه ځان احساس نکړي ، دا حالت او ناخوښۍ به دوام ولري او دا بي گناه انسان به له غمو اوظلم څخه دخلاصولو همدا يوه لار يعني ځان وژنه ولرې او بس . راشۍ نورددغو وحشتونو ،ظلمونو او تيريو پرخلاف ودريږ وکوم چې زما اوستاپه ژونداوعزت پوري مستقيم تړاو لري. په هر اندازه چې زموږ په ټولنه کې ښځې ته دقدرپه سترگه وکتل شي په ټولنيزو اوسياسي چاروکښي دنارينه سره برابر دگډکار زمينه ورته برابره شي په هغه اندازه زموږ د هيواد پرمختگ کاروان چټک پر مخ درومی اوشمله مو په نړۍ کښي اوچتيږې . ښه دا به داوي هرڅومره ژر چې کيږي د افغانی ښځي سره دمينځې په دودکړنو ته دپاي ټکۍ کښيښودل شي ،دا ددولت ملي ،انساني او اسلامي دنده بولم . دامطلب زموږ دهيواد دمنلې شاعر ښاغلې اسدالله زمری په څلور بيتې پاي ته رسوم : ددنيا غمونه ئې واچول په زړه کې زر اغزی شول ورته شنه په هر يو پله کې دمرگی بلا پرې نه ښوده نفس ته دزړه پاتې ئې شول په زړه ،دخولی په خوله کې