ملي اتل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67696
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2017-03-06


طنز

 دظاهر شاه په مهال سفربري سوه اعلان
 له ټولو ولایاتونو څخه راټول سوه پشکیان
 هر خوا ته لومړی لمبر سوه جنګي احضارات
 د پاکستان په سرحد جوړ سوه استحکامات
 دا جنګي احضارات لکه د اوښ کولمه سوه اوږده
 په پای یې ان د هواشناسي ستیشن لا نه پوهیده
 یو افغان ضابط چې واده کړي و تازه په تازه
 ورغی کومندان ته چي ورکړي کور ته دتلو اجازه
 کومندان ورته ویل تیاري ده دجنګ اول لمبر
 اجازه کورته نسته دهیڅ کوم عسکر او افسر
 ول صیب بله نه سته کومه لاره اوکومه چاره
 زه ډیري جره ګی کړي یم صاحبه ي شومانده
 وايي غر که لوی دی خامخا پر سر لاره لري
 هر مشکل کار اخیر د اساني یوه چاره لري
 کومندان ویل ولاړ سه وکړه یو کار فوق العاده
 دښمن ته لوی زیان ورسوه خپل وطن ته فایده
 ضابط دپاکستا ن پوځ راوست ټانک شل ګزه
 غر غر هغه يي ودروی دکومندان مخي په نره
 په دې ډول یې له کومندانه رخصت واخیست
 رخصت یې په ډیر ویاړ او لوی عزت واخیست
 په شین ټانک باندی ریپده شین بیرغ د پاکستان
 هر خوا يي لیدل کیده دسپوږمۍ او ستوري نښان
 کومندان ورته ورکړه یوه میاشت پوره رخصت
 دخواریوه میاښت لکه یوه ورځ تیره سوه په صحبت
 میاشت ورورسته بیا سو لکه بې اوبو ګل خازه
 کومندان ته یې ویل وکړه صیب بیا زما یوه چاره
 هغه ورته ویل بیا وکړه یو کار ښه خارق العاده
 عسکري کې زاری او ننواتي نه لري کومه ګټه
 بیا ولاړ رایې وست( غر )پاکستانی تانګ شل کزه
 د پاکستان تک شین لس ګزه بیرغ یې پر سر رپیده
 ځوان ضابط یوه میاشت بیا واخیستله رخصتي
 نور په لمرکي پیره ول ده هوښيارماتول خپل لرګي

 درېیم وار یې هم وکړه هوبه هو همدا کانه
 دستر جنرال څوکي ته اتومات ورسیده
 اخیرسفربري ختمه سوه ټوله راغله کابل ته
 غونډه ونیول سول د مډال ورکول اتل ته
 اعلان وسو دځوان جنرال دمډال او اتلوالی
 هغه چې درې ټانکه یې راوستلي وه پاکستاني
 پاچا راغلی په ټټر یی وټومبی د میړانې مډال
 یو لاس پورته کړه پوښتنه یی وکړه دمورال
 پاچا ویل ووایه زویه څنګه دي وکړه دا اتلي
 څرنګه دي یوازې تر لاسه کړه دا کامیابي
 ول اسانه هغه خوا هم و نوی واده کړی افسر
 ما دهغه سره شریک کړ دا د رخصتي خبر
 ما خپل ټانګ هغه ته کړ په خوشالۍ ډالۍ
 هغه خپل ټانک ماته راکړ دهغه په موخۍ
 هغه هلته ما دلته واخیسته یو میاشت رخصتي
 دواړو افسرانو لقبونه وګټل دشین زمري
 هغه هلته زه دلته سوم د خپل وطن ملی اتل
 ماهغه ته هغه ماته دخوشالی تر شا نه کتل
***
موږ اوس ډیر لرو شکر داسې شنه زمریان
 وطن يې پلورلی نه یوازي په روس امریکا او ایران
 مخ یې نه دی ګرځولی ان د غلا د یو غیران
 غل، قاتل وطنپلوردلته ځای بولي مجاهدان
 دسپو په کړو سوه بې شرمه دلته ملي اتلان
 په خرو شغالانو نوم کيښودل سو شنه زمریان
 اوس دلته د ښو اوبدوخلکو توپیر سو ګران
 ولس داتل ، مجاهد ، شیخ څخه سو ګریزان