هلمندکي سلګونو کسانو دلاریون پرمهال دحاجیانو دسهمي دزیاتوالي غوښتنه وه کړه:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67689
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-03-05

 

دهلمندمدني ټولني او ولسی وګړیو له لوري نن سلګونو کسانو دلاریون پرمهال دحاجیانو په پروسه کي دوګړیو دشمیری دزیاتوالي غوښتنه وه کړه 

دوي وویل که چیري دولت ورته پدي پروسه کي ددوي شمیره زیاته نه کړي نو خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي. 

لاریون کوونکو چی دخپل حقونوغوښتنه یې کول دوي دحج اوقاف وزارت او ولایتی ریاست په ناغیړي تورنوي چی هلمند ته یې خپل حق ندي ورکړي 

دلاریون پرمهال ډیریو ویل چی شل کاله وروسته ورته دحج فریضی اداکولو نوبت رسیږي او دغه څه ددوي بسنه نه کوي