ملي امنیت په میدان وردګو کي د وسلوالو مخالفینو یوکس نیولې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67687
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-03-06

د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو په میدان وردګو ولایت کې  طالبانو ته منسوب  د نظامي ډلي  غړی محمد لاهور د محمد عزیز زوی چې په یو لړ پټو اطلاعاتي چارو بوخت وو نیولی دی.

دملي امنیت  اداره وائې  چي نوموړي په پټ ډول د ملي امنیتي ځواکونو د پوستو او نورو بنسټونو د موقعیت، د سرتېرو د شمېر او د یادو بنسټونو د اکر په هکله مالوماټ ټولول چې د یادو مالوماتو پر بنسټ به د طالبانو له لوري په یادو بنسټونو ډله ییز بریدونه ترسره کېدل

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه ندي ویلي