مړې ډیوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67666
پوهنمل محمد وارث
دخبریدو نیټه : 2017-02-26

ددې کلي ډیوې مړې دي
 رڼا نشته دی تیارې دي

 هره خوا ېې خاموشي ده
 ګونګې شوې ترانې دي

 له ګودره زګیروی خیژي
 پرې مرګونې نښانې دي

 مازدیګر هم مرور دی
 له ژړا يې سترګې سرې دي

 تقصیر نشته د ګلانو
 د غوټیو مرې پرې دي

 دا د کوم ظالم له لاسه
 چې پرې ډکې هدیرې دي

 د غیرت پدې ټاټوبي
 نڅولې چا چړې دي

 څه غدۍ ده راپریوتې
 شاړې شوې چې حجرې دي

 د شملو سرونه نشته
 پرې انبار خاورې پرتې دي

 دا د کوم شهید مزار دی
 چې ترې پاتې خاطرې دي

 د غیرت مورچله وران شوې
 لیلام شوې دې دیرې دي

 له شپونکي پوښتنه وکړه
 چې په برخه يې میرې دي

 زما کلي اور اخیستی
 هره خوايې سرې لمبې دي

 دا حالات به وي تر کومه
 د هر چا په زړه ګیلې دي

 اوس سپرغۍ نه ستوري جوړ شوه
 ټولې لارې مو رڼې دي

 امیدونه را ټوکیږي
 دا د ټولو تلوسې دي

 تر منزله به رسیږو
 لنډې شوې فاصلې دي

 له تیار ونه اوس راوځو
 خپرې شوې پلوشې دي

 نور ډاډه اوسه ( وارثه )
مو سپیڅلې ارادې دي