د افغان رسنيو د ټولګې په زړه پورې اپلیکېشن ( افغان رسنۍ ) نوښت وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67651

دخبریدو نیټه : 2017-02-23


د ( افغان ميډيا یا افغان رسنۍ ) په نوم د افغان رسنيو د ټولګې په زړه پورې اپلیکېشن له نويو نوښتونو او په زړه پورې لوګو (نښان) سره تازه اپډيټ شو.

دغه اپلیکېشن چې یو تن افغان کمپیوټر پوه سمیع الله خواخوږي د تېر ميلادي کال د اکتوبر په اوومه جوړ کړی، وايي چې په اپليکېشن کې په زړه پورې اسانتياوې، د وزن کمښت، د رسنيو ډېرښت او د ډيزاين ښایست ته پام کړی دی.

افغان رسنۍ اپلیکېشن چې پکې د مشهورو افغان رسنیو او مهمو نړیوالو رسنیو، خبري، دیني، معلوماتي، سپورټي، روغتیایی او جالبې څانګې را ټولې شوې دي، دا وړتیا لري چې نږدې ټولې پښتو رسنۍ د کاروونکي تر موبایله په وړیا توګه ورسوي.

سمیع الله خواخوږی وايي چې د دې اپلیکېشن په جوړولو کې يې له هیچا تخنیکي مرسته نه ده غوښتې، خو د طرحې، معلوماتو راټولولو او سایټونو د برخو په ټاکلو کې يې له ملګرو مشورې اخیستې دي او  تازه ډيزاين په برخه کې ورسره عبدالرحمن عزام پوره مرسته کړې ده.

سمیع الله وايې چې د اپليکېشن په تازه بڼه کې يې ګڼې رسنۍ د هغوی پر غوښتنه او خدمت په موخه ور زیاتې کړې دي او پر دې سربېره يې د افغان ميډیا فیسبوک پاڼه هم ور زياته کړې ده.

هغه د  « افغان ميډيا »  په اړه وايي چې له نورو اپلیکشنونو سره يې توپیر په دې کې دي، چې نه ویروسونه لېږدوي او نه هم پخپل سر پکې خبرتياوې راځي، پر دې سربېره په دې اپلیکشن کې نږدې ټولې انلاین پښتو نړیوالې او کورنۍ رسنۍ را اخیستل شوې دي، د اسعارو بيې پکې شته او د کمپیوټر په برخه کې په زړه پورې رسنیزې خپرونې درسره شریکوي،«افغان میډيا» اپلیکېشن په انډرویډ سیستم لرونکو موبایلونو کې د کارونې وړدی.

یاده دې وي دا په پښتو انلاین رسنیز ډګر کې هغه انقلاب بلل کېږي، چې تر دې وړاندې يې نمونه نه ده ليدل شوې، په دې اپلیکېشن کې کاروونکي ته ګڼ معلومات په لږ وخت کې او خورا په اسانه توګه ور رسېږي.

« افغان ميډيا »  د     October 7, 2016     پر لیکه شو، چې تر اوسه  تر لسو زرو ډېرو کسانو ښکته کړی، چې له نورو سره يې د موبایلونو له لارې هم شریکولی شي، تاسې هم کولی شئ، چې په ګوګل پلی سټور کې د «Afghan Media» او یا هم «افغان رسنۍ» په موندنه سره خپلو موبایلونو ته ښکته کړئ او له نورو سره يې شریک کړئ!

د دې اپلیکېشن په اړه د ډېرو معلوماتو لپاره دلته په اړیکه کې شئ:

Afghanrasany@gmail.com

www.facebook.com/Afghanrasany

د ګوګل پلېسټور لینک يي:

"Afghan Media افغانستان رسنۍ"

https://play.google.com/store/apps/details?id=com.hedayat.em_mefgevnoc_yw

 a