د پکتیکا د کټواز د نفتو حوزې سروې پیلیږي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67648
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-02-23

د کانونو او پترولیم وزارت وايي په راتلونکي کال کې به د پکتیکا ولایت د کټواز د نفتو حوزې سروې رسمآ پیل شي.
د یاد وزارت معین میر احمد قاسمي وایي چې د پکتیکا د کټواز د نفتو حوزه د هېواد په کچه پنځمه حوزه ده چې د سروې چارې به یې ډېر ژر د هوا له لارې پیل شي.
 دده په خبره، د نفتو د یادې حوزې د سروې لپاره ټول ټال پنځه سوه میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
د کټواز د نفتو حوزې په استخراج سره به د عوایدو فیصدي د پام وړ لوړه شي او د هېواد په اقتصادي حالت به ښه اغېز ولري.

ددې ترڅنګ به د پکتیکا د اوسېدونکو په اقتصادي حال کې هم د پام بدلون رامنځ ته کړي.