والی صاحب ته ځم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67623
روغوال
دخبریدو نیټه : 2017-02-14

 

 د یوی ناحیی وکیل غوښتل ، چې د ولایت مقام ته د خپلی ناحیی د خلکو د مشکلاتو د حل فصل په خاطر ورشی ، کله چې د ولایت د مقام اولی دروازی ته ورغی ، نو پهره دار ورڅخه پوښتنه وکړه ، چې وکیل صاحب چیرته ځی ، وکیل ورته خپله ټوله قیصه وکړه ، نو پهره دار ورته وویل ، چې وکیل صاحب له تا غوندی خلکو ته د ولایت مقام ته دداخلیدو اجازه نشته،نو وکیل ورته وویل،چې ولی پهره داره ! نو پهره دار ورته وویل ، چې د ولایت د مقام دروازه یوازی او یوازی د ملی شورا د وکیل صاحبانو ، وزیرانو ، ریسانو، او پیسه دارانو پر مخ خلاصه ده ۰نو وکیل ورته چې قومندانه ! داد غوامو مشکلات به څوک حلوی، نو پهره دار ورته وویل ، دعوامو دې الله مل شي ۰