د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سر خلاصی لیک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67597
اسدالله زمری
دخبریدو نیټه : 2017-02-02


پټه خزانه چې د افغانستان د ستر فرهنګي شخصیت خدای بخښلي ښاغلي علامه عبدالحی حبیبي په زیار او هڅو تر لاسه شوه، د چاپ له وخته یې داسې ګونګوسی او لیکنې په ډاګه شوی چې دااثر ګویا پخپله علامه لیکلی دی ،په دی وروستیو کې هم ښاغلی داکتر صبورالله سیاهسنګ په دی باره کی د لیکنو یوه لړۍ په فیسبوک کې پیل کړی ده .
اوس چې د مدرنې تکنولوژی پرمټ د موندل شویو شیانو قدامت چې میلون کلونه هم پرې تیر شوي وی تثبیتیدی شی، ولی باید د صورې منطق او د انګیزسیون ددوری په میتودونو ددغه ارزښتناک اثراصالت او د علامه حبیبی دستر کار ارزښت تر سوال لاندی راوړل شي .
زما وړاندیز دادی چې د «پټې خزانې » موندل شوی متن دې یوه با صلاحیته او بیطرفه اختصاصی لابراتوار ته ولیږل شي تر څو یی قدامت، اصیل توب او دیا هغه خلاف ثابت شی
 په درناوۍ