سترګې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67596
عمر بورا زماني
دخبریدو نیټه : 2017-02-02

سترګې
 نه کوي جعفا سترګې
 مینه کې رښتیا سترګې

ستا سترګې زما سترګې
 ډکې له حیا سترګې


ګورو چې یو بل ته پرې
 ښکلی د ښکلا سترګې

په مینه چې غړېږي تل
 شوې زمونږ رڼا سترګې

زړونو کې چې لار کوي
 دا وي د وفا سترګې

کله بد کاته کوي
 سترګې د اشنا سترګې

سترګو کې دوا کوي
 سترګې مسیحا سترګې

سترګو کې مسکا کوي
 ستا سترګې شفا سترګې

پړق کوپ برښنا کوي
 حسینې او ځلا سترګې

ډېرې جادوګرې دي
 سپینې ستا صفا سترګې

سترګو کې جنګونه شو
 ما تې شوي د چا سترګې

باز لکه نظر لري
 ښکار کړي د بورا سترګې