د جګړې په لومړۍ کرښه کې ۴۵۰ ساتنمنانو ته فوق العاده ترفیع ورکول کیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67418
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-11-30

.

د کورنیو چارو وزارت ننګرهار ولایت کې ۴۵۰ هغه ساتنمنانو ته چې د جګړې پر لومړۍ کرښه کې دندې ترسره کوي، فوق العاده ترفیع منظور کړې،چې د راتلوونکو ورځو په ترڅ کې به ورته په رسمي ډول ورکړل شي.

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو عمومي قوماندان لوی پاسوال محمد سالم احساس،چې د ۲۰۲ شمشاد زون او ننګرهار امنیه قوماندانانو او د سرحدي پولیسو درستیز وال یې ملتیا کوله، ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره یې د لیدنې پر مهال دغه څرګندونې وکړې.

نوموړي وویل، هغه ساتمنان چې په ولسوالیو کې د جګړې پر لومړۍ کرښه کې جنګیږي،ورته د کورنیو چارو وزارت له لورې فوق العاده ترفیع منظور شوې دي