دجهاني وروسته د ولسمشر سلاکار نسیم شریفي هم استعفا ورکړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67409
خالد هادي
دخبریدو نیټه : 2016-11-18

د ځوانانو په چارو کي د ولسمشر سلاکار ښاغلي نسیم  شریفي د خپلي استعفا علت د ولسمشر اشرف غني پر شاو وخوا د یو شمیر مغرضو کسانو شتون یاد کړي دی چي ولسمشر ئې یرغمل ساتلي
نوموړي په  خپلي استعفا لیک کي لیکلي چي د ځوانانو په چارو کي دیو شمیر طرحو چي ولسمشر لخوا تاید سوي هم وې  د ولسمشر په خوا او شا  راګرځیدلي کسانو پکښي خڼډونه جوړول او ان ولسمشر ته ئې د نوموړي د لیدو لاري بندولې .

باید یادونه وکړو چي تر دې وړاندي  د اطلاعاتو کلتور وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني هم د ورته دلایلو په درلودلو استعفا ورکړې  وه .

ښاغلي نسیم شریفي  د ولسمشر اشرف غني تر ټولو د نژې پلویانو څخه وو او ان د هغه په ولسمشري کمپاینونو کي دنوموړي تر ټولو لوی مالي ملاتړ کونکي  ، دکمپاین مسول او وروسته د ولسمشر د تشریفاتو ریس او بیا د ځوانانو په چارو کي د ولسمشر د سلاکار دنده  ترسره کړې وه .

هیره دي نه وي چي څو اووني وړاندي د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم هم په ولسمشر له دې امله  نیوکه کړې وه چي نوموړي د یوڅو کسانو په یرغمل کي یوازي د یو ولایت لپاره  کار کوي .