دکابل ښار د ۱۳۹۵ کال د پوهنې ستوری وټاکل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67403
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-11-15

د کابل ښار د دولتي او خصوصي ښوونځیو د ۵۳ زره زده کوونکو ترمنځ تر سختو رقابتي سیالیو وروسته د کابل ښار د پوهنې ستوری وټاکل شو. ددې سیالیو په وروستي پړاو کې د کابل ښار د غازي عبدالله لیسې د یولسم ټولګي زده کوونکي عامر د محمد ایوب زوی د ۱۳۹۵ کال د پوهنې ستوري لقب خپل کړ.

په دې تړاو د پوهنې وزارت د ساینس مرکز تالار کې د پوهنې د وزیر  ډاکټر اسدبلخي، د وزارت د مرستیالانو او مرکزي رییسانو، ښوونکو، زده کوونکو او د زده کوونکو د والدینو په ګډون لویه غونډه جوړه شوې وه.