ملګري ملتونه له پاکستان سره پر افغان سولې او امنيت خبرې کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67364
Samoon
دخبریدو نیټه : 2016-11-11

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسلام اباد ته سفر کړى چې له پاکستاني چارواکو سره وګوري. په کابل کې د ملګرو ملتونو ددفتر (يوناما) له خوا په ټولنيزه شبکه ټويټر کې په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د يوناما مشر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى تاداميچي ياماموتو په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته تللى دى. سرچينې زياته کړې چې ځانګړى استازى به له پاکستانيو چارواکو سره د افغانستان د سولې او امنيت په اړه خبرې وکړ‌ي. دغه راز يوناما ويلي چې ياماموتو به دغه راز له اړوندو چارواکو سره د خبرو پر مهال د سيمه ييزې همکارۍ په پراختيا هم بحث وکړي.