ولسمشر غني د خبریال زهیر پر مړینې خواشیني څرګنده کړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67355
Samoon
دخبریدو نیټه : 2016-11-04

افغان ولسمشر په هلمند ولایت کې د افغان خبریال نعمت الله زهیر پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده. د اریانا ټلویزیون خبریال نعمت الله زهیر نن سهار په لشکرګاه کې د یوه ماین په چاودنه کې ووژل سو. ولسمشراشرف غني په هغه خبرپاڼه کې چې د جمهوري ریاست له خوا خپره سوه ویلي چې دا ډول بریدونه به په افغانستان کې د بیان د ازادي مخه ونه نیسي او خلکو ته د خبرونو په رسولو کې د خبریالانو کلکه اراده به کمزورې نه کړي. ښاغلي غني ژمنه کړې چې حکومت به د خبریالانو د ژوند او امنیت لپاره لا جدي تدابیر ونیسي. په هغه چاودنه کې چې زهیر ووژل سو د یوه سیمه ییز ټلویزیون ډریور هم ټپي سوی دی.