د کندهار ښار نهمه حوزه کې پر پولیسو انتحاري حمله سوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67329
احمدالله سمون
دخبریدو نیټه : 2016-10-29

د کندهار ښار په نهمه ناحيه کې په يوه ځان وژونکې حمله کې يو پوليس وژل شوی او درې نور ټپيان دي. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک رسنیو ته وويل چي نن شنبې لس نیمې بجې د کندهار ښار د نهمي امنيتي حوزې اړوند د تېري اډې په سيمه کې يوه تن ځان وژونکي بريد ګر خپل د چاودېودنکو توکو ډک موټر د پوليسو د ګزمې له موټر سره جنګولى چې په نتيجه کې يو تن ملي پوليس وژل سوی او درې تنه نور زخميان دي. ويل کېږي چي د حملې هدف د نهمې امنیتي حوزې امر فريد احمد وو چې د پېښې روغ وتلی. تر اوسه د پېښې مسؤليت چا نه دی منلی.