په ارزګان کي د طالبانو د قاضي په ګډون ۸ تنه نيول سوي او ۲۲ وسله وال وژل سوي دي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67327
راپور: احمدالله سمون
دخبریدو نیټه : 2016-10-27

د روزګان په چورې ولسوالۍ کي د طالبانو يو قاضي او د پاکستان د استخباراتي شبکې یو غړی نېول سوي دي. د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر وايې چي د تېري شپي راهيسي د دوی ځواکونو د روزګان د چورې ولسوالې په اړوندو سیمو کې عمليات ترسره کړي چې په لړ کي یې د طالبانو د یوه قاضي او د آی اس آی د یوه غړي په ګډون ۸ تنه وسله وال نیول سوي. د دې دفتر مسوول خانعلي هزاره کلید راډيو ته وویل چي نیول سوي کسان د دوی د ځيړنو لپاره د ملي امنیت ځواکونو ته سپارل سوي دي. هزار زياته کړي چي په چورې ولسوالۍ او د روزګان د مرکز ترېنکوټ په شا او خوا کي د توپچي بريدونو له امله ۲۲ وسله وال هم وژلي سوي. نوموړي په دې عملياتو کی د ملي اردو او د ملکي کسانو د تلفاتو په اړه څه ونه ويل او نه هم د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.