"RSF"روان کال افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال یاد کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67324
Ahmadullah samoon
دخبریدو نیټه : 2016-10-24

د بې سرحدو خبریالانو سازمان یا "RSF" په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده. په دغه سازمان کې د افغانستان او ایران د برخې مسؤل رضا معیني نن رسنیو سره په خبرو کې روان میلادي کال یې د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال یاد کړ "د روان میلادي کال له پیله تر اوسه له موږ سره د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو له پنځوسو ډيرې قضیې ثبت شوې دي چې دغه تاوتریخوالی او ګواښونه یوازې د وسله والو طالبانو له خوا نه دي شوي بلکې په دې کې سیمه ییز او حکومتي چارواکي او ان د هغوي ساتونکي هم ښکیل دي." دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تازه پېښه کې څه موده وړاندې په زابل کې افغان خبریال محمد یعقوب شرافت د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو او د پېښې عاملین له سیمې په تېښته بریالي شول.