کندز چارواکي: لا هم طالبان د کندز ښار څنډو کې فعالیت کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67321
احمدالله سمون
دخبریدو نیټه : 2016-10-24

د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي ادعا کوي چې لا هم طالبان د کندز ښار په څنډو کې فعالیت کوي. د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني نن رسنیو ته وویل چې اوس هم کندز ښار ته د طالبانو د بیا راتګ ویره شته. طالبانو څو اوونۍ وړاندې د دوهم ځل لپاره د کندز ښار ځینې سیمې ونیولې خو وروسته د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې بیرته طالبان له ښاره په شاه سول. خو د کندز سیمه ایز چارواکي بیا د وکیلانو ادعاووې ناسمې بولي.