د افغانستان احمقانه جنګ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67276
ژباړن : نثار احمد صمد واصفی
دخبریدو نیټه : 2016-10-09

لیکوال : اریک مارګولیس

نېټه ۹ / ۱۰ / ۲۰۱۶

پنځلس کاله مخکی همدا هفته امریکا د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه راپیل کړه چی هغه د لیری پروت افغانستان یرغل او نیول وو . ګاونډئ پاکستان مجبور کړای سو چی د امریکا دغه یرغل ته آسانتیاوی برابري کړی یا دا چی په بم وریو سره به یې هوار کړی .
امریکا د سپټمبر د یوولسمی د وینړۍ حملې له امله سخته خښمېدلې وه . د بوش حکومت په پیره کی بیده سوی و . ډیرئ امریکایان په دې فکر دي چی د سپټمبر د یوولسمی حمله د جنګ طلبه نوو محافظه کارانو لخوا یوه جوړه سوې داخلي طرح وه . افغانستان یې د امریکا د انتقام یو هدف وټاکی سره له دې چی د سپټمبر د یوولسمی حمله ( که رښتیا هم له بهره سوې وی ) په جرمني او هسپانیه کی طرح سوې وه . ځان مرګي بریدګرو خپل دغه له سره تیر مأموریت داسی اعلان کړ چی غواړي په دې توګه امریکا ته د سعودي عربستان د سپیڅلو سیمو د نیولو او هم د اسراییلو لخوا د فلسطین د اشغال څخه د واشنګټن د څرګند ملاتړ سزا ورکړی .
دغه منطقي او مستدله څرګندونه ډیر ژر د بوش د حکومت لخوا پټه کړای سوه او ادعا یې وکړه چی د سپټمبر د یوولسمی بریدګر ، چی اکثریت یې سعودیان وو ، د امریکا « ارزښتونو » او « آزادیو » لمسولي وو . همدغه نامعقولیت د اسلام دښمنۍ هغه تخم وکرئ چی همدا نن یې موږ وینو او « د ترور پر ضد یې درواغجن جنګ » رامنځته کړ .
یو کمونیسټي ضد جهادي اسامه بن لادن یې د امریکا له پاره د یو ستر شیطان په حیث وپړساوه او بدنامه یې کړ . په افغانستان کی « د تروریسټانو د روزنی ګوماني کمپونه » چی ما په خپلو سترګو لیدلي وو ، د پاکستاني استخباراتو لخوا د روزل سوو جهادیانو له پاره وو چی د هند تر اشغال لاندی کشمیر کی جنګېدل .
لیری پروت ، غم لړلی او غرنی افغانستان په حقه « د امپراتوریو قبرستان » بلل سوی دی . هغوی عبارت وو د لوی سکندر ، چنګیز خان ، تیمور ، مغولو او سیکانو څخه . برتانوي امپراتورۍ په نولسمه پیړۍ کی پر افغانستان درې ځله تیری کړی و . شوروي اتحاد ، یعنی د نړۍ تر ټولو ستر ځمکني طاقت په ۱۹۷۹ کی پر دې هیواد یرغل وکړ چی هدف یې په عربي سمندرګي او خلیج کی د یو ګودر لرل وو . دا ټول د هندوکش د زیږو پښتني جنګیالیو اقوامو لخوا مات سوي دي .
خو احمق جورج بوش پر دغه هیواد باندی چی ملایکی هم پکښی بیریږی ، په عبث ډول ودانګل تر څو هغه تسخیر نه منونکي خلک فتح کړی چی جنګ د هغوی د خوښي وړ مشغله ده .
زه د هغو افغان مجاهدینو سره مل وم چی په ۱۹۸۰ لسیزه کی د شوروي نیونی پر ضد جنګېدل ، او بیا د ۱۹۹۰ لسیزی په لومړیو کی د نوو رامنځته سوو طالبانو سره هم وم . لکه څنګه چی ما په خپل هغه کتاب کی چی په همدې باره کی دی او عنوان یې« جنګ د نړۍ پر بام » دی ، هم لیکلی دي چی پښتانه جنګیالي تر ټولو هغو زړه ور دي چی ما تر ننه لیدلي دي . دوی تل ډیري پخوانۍ وسلې لرلی دي خو جرأت او زړه ورتوب یې له حده وتلی دی .
په ۲۰۰۱ کی د امریکا د یرغل پر مهال د امریکې ملګري پخپله د شمال اییتلاف د هیرویًنو او تریاکو تاجک کاروباریان ، د شورویانو پخواني کمونیسټ ملګري او د شمال ازبکان وو چی د پښتنو د وینو تږي وو .
طالبانو ، چی د سپټمبر د یوولسمی په حمله خبر هم نه وو ، د افغانستان د هیرویًنو او تریاکو ۹۰ سلنه کاروبار بند او ختم کړ . خو د امریکا ملګرو یعنی د شمال اییتلاف هغه بیرته راپیل کړ او افغانستان یې یو ځل بیا د نړۍ د هیرویًنو او تریاکو تر ټولو لوی تهیه کونکی ثابت کړ .
د امریکا اشغالي ځواکونه ، د یو ستر تاکتیکی هوایی ځواک په ملاتړ په افغانستان کی پخپله د خورا جنایت کارو عناصرو سره ملګري سول او د سي آی اې د ګومارلو یو ګوډاګی رژیم یې نصب کړ .
سي آی اې پخواني کمونیسټ استخباراتي عناصر ، چی په شکنجو او سختو ظلمونو کی تاریخی ریکارډ لری ، پر قدرت راوستل تر څو د طالبانو سره وجنګیږی .
تیره اوونۍ د افغانستان له پاره د واشنګټن د مرستو خاص تفتیش یو بالکل غوڅ راپور خپور کړ چی هغه دا وښودل چی څنګه عامه فساد ، رشوت ، معاوضه پیسو او مخدره ییزه روپیو د یوې دوامداره افغاني ټولنی په جوړولو کی د امریکا هڅی له مځکی وهلی دي .
دا لا څه ، که د امریکا څلیرویشت ساعته هوایی حملې نه وای ، نو په کابل کی به لاس کښېنولي افراد خورا ژر جارو کړای سوي وای . افغان اردو او پولیس رژیم ته وفاداره نه دي ؛ هغوی یوازی د امریکایی ډالرو له پاره جنګیږی . کابل هم د بغداد غوندی د دښمنیو په سمندر کی د امریکا تر سیوری او ساتنی لاندی یوه تاپو ده .
د نړیوالی څیړنی ( ګلوبل ریسرچ ) د راپور له مخی دغه پنځلس کلن افغان جنګ او عراقي جګړه امریکا ته په شپږ ټریلیونه ډالره تمامی سوي دي . د تعجب یوه کوچنۍ بیلګه یې لا دا چی د پاکستان د ساحل څخه افغانستان ته د تیلو رسولو یو ګیلن پنتاګون ته په څلور سوه ډالره تمام سوی دی .
د ځینو اټکلونو او ارزونو له مخی دغه جنګ د هر امریکایی له پاره په ۳۳۰۰۰ ډالرو تمام سوی دی ، خو امریکایان دغه پیسې د یو خاص جنګي ټکس ( مالیې ) په توګه نه ورکوی ، حال دا چی باید همداسی وای . خو بوش امر وکړ چی د عراق او افغانستان د جګړو ټول مصارف دې په ملی پور کی پټ کړای سی .
په افغانستان کی په رسمي توګه ۲۲۱۶ امریکایی پوځیان وژل سوي او ۲۰۰۴۹ هم سخت ټپیان سوي دي . نور ۱۱۷۳ غیر پوځي امریکایی ګومارلي هم وژل سوي دي . لا اوس هم یو زیات شمیر په پیسو استخدام سوي امریکایی ګومارلي په افغانستان او عراق کی پاته دي .
د نوبل د سولی د جایزې ګټونکي بارک اوباما ژمنه کړې وه چی تقریبأ ټول امریکایی پوځیان به تر ۲۰۱۶ پوری د افغانستان څخه راباسی . خو د دې برعکس نور امریکایی پوځیان ورلیږل کیږی تر څو د کابل ګوډاګی رژیم د خپلو خلکو څخه وساتی .
د طالبانو او د هغوی د محدودو ملګرو مقاومتي غورځنګ ( چی امریکایی خپرونی یې د پنتاګون د خولې په پېښو سره تروریسټان بولی ) مسلسل سیمی نیسی او افراد یې ډیریږی .
تیره اوونۍ د امریکا د سپور پوځ یعنی ناټو او نورو مأدون دولتونو اړونده د افغانستان له پاره د بسپنو داوطلبانه کنفرانس دې ته اړیستل سو چی نور ۱۵٫۲ بلیونه ډالره ورکړی او احتمالأ نور پوځیان هم دغه نا امید کونکي جنګ ته ولیږی .
د امریکا نفس دا نه قبلوي چی د کوچني او کمزوره افغانستان لخوا ماتې ومنی او یا هم دغه ستراتیژیکی هیواد د چین په نفوذي ساحه کی ولویږی .
امریکا په شوم ډول هند هڅوي چی په افغانستان کی ښه ډیر او پراخ رول ولوبوي چی په دې سره دلته د پاکستاني ـ هندوستاني ـ چینایی ډغرو او شخړو خطرناکه تخم کري .
خو د کنفرانس په دغه سالون کی د غټې تورې بیزو یادونه ونسوه چی هماغه د امریکا د حکومت تر سیوری او ننګی لاندی په نړۍ کی د هیرویًنو ، تاریاکو او مورفینو تر ټولو ستر تولیدونکي هیواد یعنی افغانستان رول دی .
هو ، د امریکا را روان نوی ولسمشر به د دغه شرمناک مشکل وارث وی . پای.