د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د علمي سیالیو یولسم پړاو پیل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67217
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-09-28


د هېواد د ټولو دولتي، خصوصي او افغان – ترک ښوونځيو د څه باندې ۴۵۰۰ زده کوونکو ترمنځ د ساینسي او طبیعي علومو د یولسم پړاو علمي سیالۍ پیل شوې. د یادو زده کوونکو له ډلې به ۶۱۰ تنه ۱۲۰ علمي پروژې نندارې ته وړاندې کړي، چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د استازو په ګډون به د یوه منتخب علمي پلاوي لخوا وارزول شي او ګټوونکي به اعلان شي.

دا علمي سیالۍ چې په کلني ډول د افغان – ترک ښوونځيو په کوربه توب جوړېږي، زده کوونکي پکې علمي مالومات، تجربې او لاسته راوړنې شریکوي او ددوی د ذهني ودې او علمي مالوماتو په لاسته راوړلو کې خورا مهم رول لري