د مزار لپاره د پنځوس مېګاواټه ګازي برېښنا د جوړېدو تړون لاسلیک شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67195
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-09-23

 د مزارشریف ښار لپاره د د خصوصي سکتور او برېښنا شرکت ترمنځ د شبرغان له ګازو څخه د پنځوس مېګاواټه برېښنا د تولید تړون نن په سپېدار ماڼۍ کې د اجرائیه رئیس په حضور کې لاسلیک شو.
د خپلواکې برېښنا د تولید دغه پروژه د 175 میلونه ډالرو په ارزښت د غضنفر ګروپ له لوري د نړیوال مالي شرکت ( IFC  ) په ملاتړ چې د نړیوال بانک یوه برخه ده، جوړېږي.
د دې تړون د لاسلیک پرمهالاجرایه ریس عبدالله   دا د افغانستان لپاره یو ښه خبر وباله او یې ویل چې د افغانستان د خودکفایۍ او اقتصادي پراختیا لپاره یوه مهمه پروژه ده.