ملي امنیت د پاکستان د یو جاسوس په شمول ۹ کسان نیولي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67185
جواد
دخبریدو نیټه : 2016-09-21

د ملي امنيت رئيس وويل تېره اوونۍ يې دوې د جاسوسۍ شبکې نيولي دي چي په هغو کي يو کس د پاکستان له استخباراتو (ای ايس ای) سره تړاو لري. دغه کس په پښتو رواني خبري کوي او له ډېري مودي راهيسي يې د کندهار په يوه ليري پرته سيمه کي جاسوسي فعاليت کاوه.

نوموړي داراز وويل چي تېره اوونۍ يې ۸ وسلوال نيولي، د ماشيندار ۷۰۰ مرمۍ، يو د ځانمرګي واسکټ، ۳ کمپيوټران، ۲۵ د القاعده بيرغونه او ۳ موټرسايکلان يې نيولي دي.