د عبدالهادي عمري «د اولاد پالنه» په نوم کتاب چاپ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67157
بصيرالحق عادل
دخبریدو نیټه : 2016-09-14

 

دا کتاب چې ښاغلي عمري پښتو کړی دی، تر ډېره پکې روزنيز پېغامونه راغلي دي، ژباړن يې وايي په افغاني ټولنه کې يې د اولاد د ښې روزنې په پار دا کتاب پښتو کړ.

عمري وايي، په دې کتاب کې د اولاد د روزنې لپاره بېلابېلې لارې ښودل شوي دي چې له تر عملي کولو وروسته به د ماشوم پر روان او چاپيريال مثبت اغېز وکړي.

دا کتاب د ژوند فرهنګي ټولنې لخوا په ۷۲ مخونو کې ۵۰۰ ټوکه چاپ شوی دی.

ښاغلي عبدالهادي عمري تر دې وړاندې هم يو شمېر روزنيز کتابونه پښتو کړي دي او درې نعتيه شعري ټولګې يې هم پر چاپ پسولل شوي دي.