د سپین بولدک-چمن لاره تر اوسه تړلې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67124
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-22

د کندهار او بلوچستان ترمنځ د سپين بولدک- چمن لويه لار تر ننه هم تړلې، چې له کبله يې عامو وګړو او سوداګرو ته درانه زيانونه اوښتي دي. بل خوا د لارې د خلاصولو په موخه پرون او وړمه ورځ د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ خبرې شوې، خو مثبته پايله یې نه ده لرلې. پاکستاني ځواکونو ويلي چې لار يې د پاکستان پر ضد د لاريون او د دغه هېواد د بيرغ سوځولو په غبرګون کې تړلې ده. افغان چارواکي د پاکستان د دې ادعا په غبرګون کې وايي، چې د چمن اوسېدونکو د هند پر ضد لاریون نه دی کړی، بلکې د افغانستان او افغان مشرانو پر ضد لمسول شوي وو او د افغانستان ضد شعارونه یې ورکول. پر دې لار هره ورځ په زرګونو خلک چې د کاروبار، درملنې او نورو اړتياوو لپاره تګ راتګ کوي، دواړو غاړو ته بند پاتې او له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.