دولتي ځواکونو خان اباد ولسوالي له طالبانو بېرته نیولې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67113
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-20

چارواکي وايي، خان اباد ولسوالي يې له وسله والو مخالفينو بېرته ونيوله. خان اباد د مخالفينو د پرله پسې څو ورځو بريدونو وروسته، پرون سهار د مخالفينو لاسته ورغله او سقوط يې وکړ. په کندوز کې د پوليسو د ٨٠٨ زون قومندان لوى پاسوال شېر عزيز کامه وال وايي، چې تېر ماښام شاوخوا شپږ نيمې بجې پر دې ولسوالۍ عمليات پيل شول او تر يو ساعت نښتې وروسته يې بېرته ونيوله. د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د شپې تر ناوخته یې د ډزو غږونه اورېدلي او حکومتي ځواکونو له طالبانو سره د کندوز-بغلان او کندوز-خان اباد لویو لارو د خلاصولو په موخه جګړه کړې ده. په دغو عملیاتو او نښتو کې د تلفاتو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.