سیګار: امریکایي روزونکي په کابل کې په ملیون ډالري ودانیو کې اوسیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67107
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-08-19

افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ځان ته د اوسېدو په موخه ملیون ډالري ودانۍ جوړې کړې دي. د "جګړه ستړې کوونکې ده"، په نوم یوه پوځي بلاک کابل کې د هغو لوکسو ودانیو انځورونه خپاره کړي، چې امریکايي ځواکونو پرې شاوخوا ۱۵۰ ملیونه ډالره لګولي دي. سرچینې د انځورونو په خپرولو سره ویلي، دا ځواکونه افغانستان ته د افغان امنیتي او دفاعي سرتیرو د روزلو په موخه تللي، چې اوس په کابل کې خپلو ملیون ډالري ودانیو کې اوسیږي. سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا خاص سرمفتش هم د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر ته په یوه لیک کې ویلي، ځواکونو یې په افغانستان کې پر لوکسو ودانیو ۱۵۰ ملیون ډالره لګولي چې د دغه ځواک د ۸۰۰ ملیونه ډالره بودجې په سلو کې ۲۰ کېږي.