ګودر د پښتني کلتور ښکلا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66720
سردار محمد همدرد
دخبریدو نیټه : 2016-06-12

 
زموږ په فوکلوریک ادب کي د ګودر کلمه ډېره یادېږي. ورسره تر څنګ په پښتو شاعرۍ کي د شاعرانو د شعر جوړلو له مهمو توکو څخه یو هم ګودر دئ. 
ګودر زموږ د هغو دودنو څخه یو دود دئ چي پیغلي په کلي کي د اوبو راوتلو یو خاص ځای (چینه) ته ورځي او پخپلو منګیو کي اوبه راوړي.
خو په اصل کي د ګودر ښکلا، د ګودر په یادولو سره د دوو مئینو ملاقاتونه او زموږ د فوکلوریکو کیسو لوی راز را په زړه کوي.
 هره سیمه او هر قوم ځان ته دودونه لري، پښتانه هم د نړۍ د نورو قومونو په شان داسي دودونه لري چي د هغو بېلګه په نورو قومونو کي کمه ده.
که څه هم ګودر زموږ د کلیوالي سیمو دود دئ، خو د پخوا په پرتله دا دود اوس په ځینو سیمو کي له مینځه تللی دئ.
زه اوس بیا غواړم چي خپلي اولنۍ خبري ته راسم چي ګودر څومره د پښتو ادب په بډاینه کي مهم او اساسي رول لري.
د ګودر د نامه سره د پيغلو کيسې، د منګي یادونه، د مازدیګر جنتي شېبې، د مئینو د دیدن وختونه هغه څه دي چي د پښتو شاعرۍ لویه برخه له همدغو ټکو څخه جوړه سوې ده.
اوس په دې ځای کي غواړم څو هغه لنډۍ چي د ګودر، منګي، پیغلو، د مئینو د دیدن یادونه پکښې سوې راوړم او سپړنه ئې وکړم:
په ګودر سور سالو ښکاره سو
ما ویل په تورو اوبو اور ولګېدنه
ګودر د کلیوالي ژوند یو سبمول دئ چي د کلیو پیغلي نجوني ګودر ته ورځي، په منګو کي اوبه ځني وړي، هلته ناستي، مجلسونه، د حال احوال پوښتني هم سره کوي او کله – کله بیا د دوو مئینو د دیدن ځای هم ګودر یا ګودر ته تلوونکې لار وي، چي نجوني و ګودر ته په ښو او زړه راکښونکو کالو کي ځي او د سرو سالوګانو سیالۍ پکښې کېږي.

مستې منګى بر وړى دئ
زړه مې دلبر وړى دئ
عالمه لار نيسئ ډير يې په هنر وړى دئ
پورته سندره زموږ د هیواد مشهور سندرغاړي مرحوم استاد اولمیر په خپل خوږ غږ کي هم ویلي ده (چي کېدای سي نورو هم ویلي وي؟) دا هغه د دوو مئینو د میني خبره ده چي خپل مئین ئې مخاطب کړی دئ او پر خلکو ږغ کوي چي زړه ئې په ډېر هنر او چل راڅخه وړی دئ.
په پورته سندره کې د مين زړه يوه لويه کيسه خوندي ده.

مور ته به څه بهانه کوې ته لا وړه يې ګلې
چې له اشنا سره دي مات کړه په ګودر منګي
په سپينه خوله مي دي پرار وكړ
زه به بخيلي مور ته څه ځواب وایمه
مور ته دي داسي ځواب وايه
زه له منګي سره ګودر ته ولوېدمه
په دې ځای کي هغه زموږ دودیز کلتور رایادېږي چي مینه دلته په پټه کېږي لکه مئين چي خپلي میني ته د پلمې چم ورښيي.
پر ګودر راغلې برابره
یا خولګۍ راکه یا منګی درماتومه

زه چي و تاته خولګۍ درکم
زه به د بوري مورکۍ څه جواب کومه

مور ته دي دا سي جواب ورکه
چي له منګي سره پر مځکه ولوېدمه

مور به مي داسي راته وايي
منګی دي روغ پر خوله دي راوړل پرهارونه

مور ته دي دا سي جواب ورکه
منګی پر خټو زه پر کاڼو پرېوتمه

زما د مورکۍ جواب دي وکړ
اوس مي پر سپینه خولګۍ کښېکاږه غاښونه

خولګۍ دي داسي مزه راکړه
چي سپین نبات یې پر دوکان وشرماونه
په پورته سوال و جواب لنډیوی کي د مئین او خپلی میني تر مینځ د پلمې لټولو په وجه داسي سوالونه او جوابونه ویل سوي دي چي مور په تېر باسي؛ لکه څنګه چي زموږ په ټولنه کي پر پېغلو باندي د کورنۍ له خوا محدیتونه وي او همېشه پېغلي د مور له خوا څارل کېږي.
پټ د ګودر پر غاړه کښېنه
چي ياره پټ په پټ وکړو ديدنونه
په دې لنډۍ کي د پټ دیدن ذکر سوی دئ. زموږ په ټولنه کي مینه پټه وي او دا د نورو ټولنو په شان په ښکاره ډول دوه مئین نه سي سره لیدلای، چي ئې بیا پېغلي د ځان له پاره پېغور بولي.
لکه څنګه چي ځیني رواجونه په وخت سره له مینځه ځي همداسي ګودر هم د پخوا په پرتله خپل ارزښت د لاسه ورکړی دئ. چي دا بېل - بېل علتونه لري: چي تر ټولو مهم علت ئې ښاري ژوند یا پرمختګ ګڼلای سو.
د ګودر په پیکه کېدو سره، ګودرخپل هغه ادبي ارزښت له لاسه نه دئ ورکړی بلکي اوس هم د ډېرو شاعرانو په شعرونو کي د ګودر ذکر کېږي.
په خاص ډول زموږ د هیواد د معاصري ادبي دورې مخکښ شاعر ښاغلي پیر محمد کاروان پخپلو شعرونو کي دا کلیوالي او د خوند ډکه الفاظ ډېر سره پېیلي دي.
زه په ډاډ سره ویلای سم چي که ګودر له مینځه ولاړ هم سي خو د ګودر هغه معنوي اړخ به چي پښتانه وي ژوندی به ساتل کېږي ځکه چې ګودر د پښتني کلتوره يوه مهمه برخه ده او پېړۍ پېړۍ به په شعرونو، سندرو، نظمونو او ليکنو کې ياد شي خو يوازې د يو سمبول په توګه.
ګودر کلمه یوازي د اوبو د چیني او د پېغلو د اوبو راوړلو مفهوم نه دئ. د ګودر کلمه د ځان سره د سولي او امن پیغام لري. دا داسي یو پیغام لري چي ټولنه کي غم او بدبختي نه وي یوازي مینه، الفت او د ښکلا څخه ډک ژوند وي. زه خپلي خبري په لاندي څو لنډیو رانغاړم:
ما په ګودر د نجونو ښخ کړئ       ګوندي ملاله پر ما کښېږدي قدمونه
ما د ګورد پر غاړه ښخ کړئ         چې جینکۍ مي مات بنګړي پر قبر ږدینه
مازدیګری تل لري خاونده             چي مازدیګر په ګودر وسي دیدنونه
منګي کي موري اوبه نسته       زه د اوبو له پاره بر ګورد له ځمه