یوازې یوه هیله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65984
خوشال کونړی مزاروال
دخبریدو نیټه : 2016-02-02

ـ  آرزو: پلاره! څو ورځې وړاندې مې ایټالیا ته د سفر په باره کې در سره خبرې کړې وې.
ـ   پلار: هو بچۍ! په یاد مې دي.
ـ  آرزو: له خیره سره دې راروانې خالي ورځې ته مونږ  ټول ټولګیوال له دوو استادانو سره روانیږو. تاته مالومه نه ده،چې زما پاسپورت تر کومې نېټې اعتبار لري؟ نه داسې چې د تګ په وخت کې سردردی راته پیدا شي. زه په بیړه کې یم. د جمنازیم(های سکول) د بس راتګ ته یوازې څو منټه پاتې دي. د بس تمځای ته باید ځان ورسومه. پاسپورت د خوب په خونه کې د جامو د المارۍ له پاسه په هغه جګري بکس کې دی.
ـ  پلار: سمه ده بچۍ! زه به یې وګورم.
ـ  آرزو: د خدای په آمان! ښه ورځ پلاره!
ـ  پلار: د خدای په آمان! ښه ورځ!
مراد چې دا مهال یې سهارنۍ چای څښلې، له چای څښلو وروسته دویم پوړ ته پورته شو. د خوب خونې ته لاړ. بکس یې راښکته کوو چې بکس د برېښنا له شیټ سره ولګېد. (بلا وه برکت یې نه). شیټ مات نه شو. پاسپورت یې راواخیست. پنځه میاشتې یې نور هم اعتبار درلود. زړه یې ولګېد. هغه یې بیرته پرځای کېښود. د بکس په کونج کې یې سترګې په کاغذي خلطې ونښتې. راپورته یې کړه. د هغه د زده کړو اسناد ول. ټول یې یو یو له سترګو تېرول چې په دې وخت کې یې سترګې پر یوه زوړ قات شوي کاغذ پرېوتې. راپورته یې کړ. په کراره او احتیاط یې پرانیستو.له پرانیستلو سره جوخت یې د زړه بېړۍ پر سمندر ورګډه شوه. هغه یې له ځانه سره پورته کړ. درې څلور لسیزې وړاندې یې ویووړ:
خوشاله وو. زښت خوشاله. لوړې سیاسي او پوځي زده کړې یې پای ته رسولې وې. هیواد ته د خدمت په لور یې ګام پورته کاوه. دا داسې وخت وو، چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د سوکاله راتلونکې زمزمې کېدلې. د وږو تږو د لاسنیوي سندرې. مراد خپله هم دغو سندریزو ولولو ته څڼې غورځولې. اوړېده را اوړېده. ستړیا یې نه حس کوله. آن دا چې په شپو شپو به ورک وو. خو کله چې به یې کورنۍ په زړه راوورېده، اوکورته به راغی. خویندې به یې په سترګو کې نیغې ورننوتلې، اوخپل ورور به یې تنګاوه، چې ولې یې کور په یاد نه دی. مور و پلار ته به یې ویل چې نور داسې نه کېږي. با ید د کور ودانولو هتکړۍ)زولنې( ورواچوي. پښه یې بنده کړي. بیا به پخپله منډې راوهي.... له دې سره به یې مور و پلار ته ورغبرګه کړه، چې په غوږونو یې څپېړې ایښي دي، نه ویني چې ورور یې ځلمی شوی. له چا سره یې هډوغم نشته. بیا به موسکۍ شوې او د کنایې په ډول به یې وویل: څه یې کوئ؟ تنخوا میاشت په میاشت دررسیږي. هغه هم ټولې ترې پوره اخلئ. بیچاره جیب خرڅي هم نشي ډډې ته کولی.... له هغه وروسته یې مور و پلار په هڅه و هاند کې شول، چې کور یې ودان کړي. کوژده یې ورته وکړه. له کوژدې سره مراد په دې سوچ کې شو چې ډېر ژر یې واده کېدونکی دی، خو سرپنا او د سر سیوری نه لري. د کور لپاره یې خپلو مشرانو ته عرض پاڼه وړاندې کړه. له ټولو یې لاسلیکونه واخیستل، که چېرې د کور خاوند شي.
اوس یې د هماغې عرض پاڼې کاپۍ چې ډېره زړه شوې ښکارېده، مخ ته نیولې وه. مراد ښه شېبه ورته سترګې څکې نیولې وې، او د تېر مهال له دردونو سره لوبېده. په هغه وخت کې مراد نه یوازې داچې خپل مراد ته ونه رسېد، تلی تندی یې په کرار، او د کور خاوند نه شو، بلکې ورځ تر بلې له سختو تنګو سره مخ کېده. بدتري راروانه وه. د هیواد لمنې اور اخیستی وو. د اور لمبې له ورځې نه بلې ته زیاتېدې. د ناچارې ورځې یې خپله حیا تر کوره کړه. او بیا داسې وخت راغی چې یو سر دوه غوږه په اغوستو جامو کې له هیواده وووت. ګاونډي هیواد ته شو. پوره لس کاله یې هلته د اوسپنو نینې وچیچلې. څه نه ول چې ویې نکړل. د وږو، او نینو نه نیولې، د ممپلو،او ریوړیو پېر و پلور، او ان په سره اوړي کې د تناره تر پخلي او ډوډۍ خرڅلاوه پورې یو یو یې له سترګو تېر شول. بیا یې هغه ورځ سترګو ته نیغه ودرېده چې تازه په تازه له پولې اوختی وو. د نفقې پیدا کولو لپاره یې د اونۍ په دننه کې ممپلي له رېوړیو سره په رېړۍ(کراچۍ) واچول. ورسره یې هغه مازیګر مهال سترګو ته ودرېد، چې سخت باران په ورېدو شو. د باران جکړ وواهه. اوبو ترې دارې وهلې. په جامو کې یې یو تار هم وچ پاتې نه وو. کور ته راغی. جامې یې ووېستې. آریان شو چې څه شی واغوندي.د ماښام تروږمۍ لګېدلې وه. وروسته له زیات سوچه د ناچارې ورځې دې ته اړ شو، چې د مېرمنې له جامو ګټه پورته کړي. له دې سره یې د سترګو سپین تک سره واوختېدل. وینې پکې ډنډ شوې. د سوچونو کړۍ یې وشلېده.
ښایسته شېبه غلی وو. دواړه لاسونه یې پر تندي ایښي ول. د عرض پاڼې زړې کاپۍ ته یې سترګې نیولې وې. یوه شېبه خو یې په خیال او تصور کې دعرض پاڼې له برکته ځان د مکروریانو په بلاکونو کې ولید. د خوبونو خیالي جونګړه یې ځان ته جوړه کړه. په آرامه خوب ویده شو. مازیګر مهال یې د بلاکونو ترمنځ په پارکونو کې له وړو بچو سره قدم وواهه. اولادونو یې منډې رامنډې وکړې. خپله یې هم تبه (تبعه) جوړه شوه. خو ډېر ژر له خوبونو او خیالونو رابهر شو. په زړه یې د ناخوالو درغځنه پرته ولیده.له ټنډې یې لاسونه لرې کړل. د بکس خوله یې بنده کړه. پورته شو. بکس یې په خپل ځای کیښود. په خونه کې د خوب په تخت کیناست. له اوږده اسویلي وروسته یې زړه په دې ښه کړ، چې د هیواد د لعنتي جنګ جګړې تر څنګ یې ځان د ګاونډي ملک له سختې ګرمۍ او بد روزګاره ژغورلی، چې مارانو پکې هم ژر ژر پوستکي اچول، په تناره کې اخلی پخلی خو لاپر ځای پرېږده. اخیر ځان خو یې تر دې ځایه رارسولی دی .......
او بیا یې دلته د ژوند د پیلېدو لومړي کلونه سترګو ته ودرېدل، چې څومره خوشاله یې ځان احساساوه. سوچ یې کاوه چې نوره یې توبه کبوله شوېده. له دوزخ او برزخ دواړو راوتی دی. دا دی اولادونه یې په زده کړې بوخت دي. خپله هم کار کوي. مېرمن یې هم له کال، دوه زده کړو وروسته کله   نا کله کار ته ځي، راځي. نورې یې خپلې ستونزې په ختمېدو لېدې. ځان یې نیکمرغه باله. زړه ته یې پرېوته چې دا یې زیاتي نور خپل هېواد دی. متل دی وایي(( چېرې دې ښه هلته دې شپه ))......
خو څومره چې وختونه اوړېدل. هومره یې ځان تور او پردی احساساوه. هومره یوازیتوب ورته زندۍ اچوله. ځان ورته بې وطنه، خیراتخور او سپکه پانده ښکارېده. د دې ځای د بوټو سره، خپل پیوند او جوش خوړلو ته آریان پاتې وو.....
مراد همداسې په زړه خوړنې اخته وو، چې یوځل بیا یې د سوچونو کړکۍ د خپل هیواد په لورې بېرته شوه:
بیا هم وژنه، د وینو ارزاني، د اور لمبې، د هر کلي ګوټ ته هدېرې، سرې او شنې جنډې، ویر او انګولاوې، تر څنګ یې چور تالان، او په هیڅ شي اسره نه کول..... له دې سره یې ذهن له ځانه سره بوړبوکۍ کړ، او هغه کال ته یې یوړ، چې د ملخو کال په نوم یادیده:
مراد وړوکی وو. دومره وو چې په ښې بدې پوهېده. د اتو نهو کالو به وو. هغه کال بزګرو غنم کرلی وو. ښه باراني کال وو. فصل پرته له تندې پوره باراني اوبه څښلې وې. ښه په مستۍ کې وو. لوېشت لوېشت وږي یې نیولي ول. د وږو دانې لا په پیو کې وې. خو دانه یې پوره کړې وه. خلک زیات خوښ برېښېدل. د هر یوه زړه ټوپونه وهل. کال ورته اباد ښکارېده.....
یوه ورځ د مازیګر او ماښام تر منځ مهال نا ببره اریانوونکې او زړه بګنوونکې پېښه رامنځ ته شوه. د ملخانو باران په ورېدو شو. ملخان نه ول سم لکه وږي ټپوسان چې له مردارو بوټۍ شوکوي، داسې د غنمو په پټیو راپرېوتل. زوږ او بڼهاري یې کروندې په سر واخیستې. په یوه شپه کې یې ټول فصلونه سرکپ او تباه کړل. سهار چې خلک او کلیوال راپاڅېدل. هکي اریان او زیړ زبېښلي ودرېدل.  وینې یې په رګونو کې وچې شوې. د غنمو تیار او سمسور فصل ملخانو شپېلولی وو. خواري یې په اوبو لاهو شوې وه. ټولو سر تندی واهه، خو څه یې په لاس نه ورتلل.....
د مراد روح او روان ښایسته غوټه شېبه د تېر مهال دغې خواشینوونکې پېښې له ځانه سره سرګردانه کړی وو. هغه یې ځوراوه. ناڅاپه یې په خونه کې پام ، په کړکۍ کې ایښو ګلدانونو او ګلونو ته واووخت. خواته یې ورغی. یو یو یې له سترګو تیر کړل. یوه نیمه پاڼه ورته زړه ښکاره شوه. هغه یې ترې پرې کړه. د کثافاتو په بالټي کې یې واچوله. بیرته راغی. د خوب د تخت خواکې په څوکۍ کښېناست. له ناستې سره جوخت یې د اند و واند لړۍاوسنۍ تېرې لسیزې ته راغبرګه شوه. تېرې پېښې، تېر د ملخو کال، د هغوی تباهي،  د خلکو اخی، او سوي آهونه یې له یاده ووتل. د اوسني ملخانو، نادودو او ناکردو یې واروپار ختا کړ. او یو ځل بیا یې د سوچونو سمڅې ته ننه ایستو:
بیا هم اوسني ملخان. دا لا څه اشا ده؟ څه ډول موشادې دي؟ دوی خو د هغو نورو په نسبت کورټ و سکوټ توپیر لري. هغوی یوازې او یوازې د فصلونو سره سر و کار درلود. هغه یې تباه کول..... خو اوسنيو په هیڅ شي سرپه ونه کړه.. دوی غرونه له بیخه ونړول. قیمتي تیږي، مرمرینې ډبرې، او کانونه یې په نورو ملکونو وپلورل. جوړ ې زغروالې شوبلې، ډول ډول جنګي، ترانسپورتي الوتکې او چورلکې یې کباړ کړې، او یا خو یې پرته له کباړه په ګاونډیووپلورلې. د پل او پلچک د زړو اوسپنو، د برېښنا د پایو او تارونو خو تپوس مه کوئ. دوی خورا لوي کاروبار لري. د هرشي کاروبار. دوی ډله ډله ژوندي انسانان په خاورو منډي. وروسته له څه مودې یې بیا هډوکي راووباسي، او له پولې اخوا یې په خپلو بېپارانو پلوري. د دې ټولو ترڅنګ ځمکې او خاورې یې ډېرې خوښې دي.. لیوالتیا یې زښته زیاته ده. په دواړو، شخصي او دولتي ځمکو د خیټې اچولو لیوني دي. پارکونه، سړکونه، شخصي کورونه او آن هدیرې لاندې کوي. بیا پکې آسمانڅکې هوټلې او ماڼۍ جوړوي .د دوی خوراک یوازې او یوازې د انسانانو غوښې دي. که د نورو غوښې په لاس ورنشي، نو بیا په خپلو منځو کې ښکرې اچوي او یو د بل وینې څښي  .دوی هر وخت وینو څښلو ته تږي وي. په کاسو کاسو یې څښي. تل سره شونډکونه ګرځي. خو که وینې او غوښې ور ونه رسیږي، نو بیا یې وینې سترګو ته لارې کوي. سترګۍ یې کیږي. بیا هر څوک چې په لاس ورشي، په هغه خپلې خواوې سړوي. دوی له ویشه په تالان خوښ وي. خو له رڼایي څخه یې بدې راځي. له کرارۍ او سوله ایز ژوند نه کرکه لري. په تورتم او تاریکۍ کې مستیږي. دوی خپل پایښت په تیارو او جګړو کې ویني. ځکه خو تیارو ته لارې هواروي، او په دې لاره کې هیڅ ډول خنډونه نه خوښوي، او نه یې پرېږدي......
له دې سره د مراد پام ځان ته راواووخته. د ږیرې سپینو ډکو ته یې پام شو. ځان یې د زړښت، د زينې (اندرپی ) په پاړکو، ښکته روان ولید. د پردېسۍ په دې یوازې او ځان ځاني ژوند کې ورته ځان د ګور په څنډه ښکاره شو. او ورسره سم د سترګو په رپ کې د خپل کلي هدیرې ته ورستون شو. قبر په قبر وګرځېد.د خپلې کورنۍ او خپلو کلیوالو قبرونه یې یو په یو له سترګو تېر کړل. د ډېرو خولې یې وازې او له خاورو ډکې ولیدې په زور او جبر له خپلو کورونو ویستل شوي ول. هغه چې پاتې ول. آ وار لړزېدل. په شونډو یې سپېرې خاوې پرتې وې. ژامنې یې نښتې وې. په سر یې خاورې بادولې. د خپلو ګاونډیو ویر یې کاوه. خپله جونګړه ورته د لوټېدو په درشل ښکارېده. زورواکو هم ورته شونډې چیچلې. د هر یوه د کورونو د ولکې او غصب خبرې یې کولې..... له سوچونو راوګرځېد. ځان ته ځیر شو. د زړه په سترګو یې ځان ته وکتل. له ځانه لرې شو. ځان ته څېرمه ودرېد. اوتر اوتر یې ځان ته وکتل. په خپلې بې وسۍ یې اوښکې توې کړې. ستونی یې ډډ شو. په هیواد کې یې لویشت ځمکه نه درلوده، چې د خپلو اولادونو لپاره خو یې د سر سیوری پرې ایښی وای. بېرته د ځان غم ورسره شو. یخنۍ پسې واخیست. یوه شېبه یې ځان ته پام وو. څه پټ له ځانه سره ګړېده. بېرته یې یخني په کراره شوه. غلې یې وویل:
- که اولادونه یې هلته کوډله نه لري، څه پروا کوي. دلته خو په کرایي کور کې اوسیږي. په نس خو ماړه دي....
یوازې یوه هیله یې په روح او روان کې راوټوکېده، هغه دا چې کاش له مړینې وروسته یې مړی خپلې خاورې ته ورسیږي، او څوک یې مړی د بې وطنه او پردي په نوم ونه رټي. دغه شان  اقربا او پاتې شوني یې هلته په دې وتوانیږي، که د لویشت قبر خاوند شي. هغه هم په داسې ځای کې چې هډوکي یې له ملخانو خوندي وي.
 
۲۵- ۰۱ - ۲۰۱۶
۰۵ - ۱۱- ۱۳۹۵
د ګرېستېد ښار
   ډنمارک