عبدالرحيم مسلم دوست په تحرّی، تحويل و برائت کې خطا شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65235
سيد حسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2015-10-21

تحرّی، تحويل وبرائت کامل وي نه نيمګړي. تحرّی اول او تحويل ورپسې وي. همدارنګه تفکر اول او برائت ورپسې وي. نيمګړی تحويل وبرائت الله ته منظور نه دی. د کلام پاک مطابق ((اني تبت اليک ...)) کې کامله رجوع ده نه نيمګړې. همدارنګه برائت به کامل وي نه نيمګړی

سلفيان د ادعا له مخې له قرآن وحديث پرته بل څه نه مني، خو بيا نه قرآن مني او نه حديث، نو ځکه يې بيا د افراط لاره خپله کړې وي. د الله تعالی خوښي د هغه د رسول په تابعدارۍ کې ده نه د بغدادي په بيعت کې

ښاغليه،
ملايان چې په علم دين کې بابېړی وکړي، نو بيا نه د دين شي نه د سادين.
زموږ بټي کوټی وهابي چې ځان تر نورو پورې له هر چا نه زيات د اسلام پابند بولي او ځان تر نورو پورې پرېښته بولي، د خپلې وهابي عقيدې او اهلحديثتوب باوجود په دې کې تېر وتلی چې دی اصلاً له کتاب الله نه ناخبره دی، دا ځکه چې الله تعالی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د خپل پلار د دين د حضرت ابراهيم عليه السلام يادونه کوي چې ((... هو سماکم المسلمين من قبل وفي هذا ...)) او يا دا چې کله الله تعالی ورته وايی چې (( اذ قال له ربه اسلم، قال اسلمت لرب العالمين؛ ووصی بها ابراهيم بنيه ويعقوب يبني ان الله اصطفی لکم الدين فلاتموتن الا وانتم مسلمون))

په اسلام کې مو څه بد ليدلي؟
[[کله چې حافظ سعيد خان د خراسان والي وټاکل شو، نو په ورين تندي مو د هغه ولايت ومانه او د خدمت لپاره مو ملا کلکه وتړله. خوافسوس چې حافظ سعيد خان زمونږله مشورې خلاف فتح شوې تيرا پرېښوده، افغانستان ته راغی اود دې په ځای چې خلکوته د اسلامی خلافت خواږه وروڅکي، د عدل، سوکالۍ اوخوشحالۍ نظام پلی کړي او د علم رڼا خپره کړي، ظلم يې پيل کړ، خلک يې د جهل خواته روان کړل، اسلامي احکامونه يې سرغړونې پيل کړې او افغانانو ته يې ډېرپه سپکه وکتل.
په کوټ اوشينواروکې د بې ګناه خلکونيول اووژل، ناروا جرمانې اخېستل، د معارف مرکزونه تړل، عام خلک تنګول او داسې نورهغه کارونه دي چې هېڅ سمه توجيه يې نه شي کېدی]].

دا چې ښاغلی مسلم دوست اوس له حافظ سعيد نه د پورته وجوهاتو له امله خپل برائت اعلانوي چې کړه وړه يې له اسلامي ارزښتونو سره برابر نه دي. بيا د بيهقي روايت راوړي چې :
[[من مشى مع ظالم وهويعلم أنه ظالم فقد خرج من الإسلام" رواه البيهقي في شعب الإيمان والطبراني في الكبيروالبخاري في التاريخ والبغوي والبارودي وابن شاهين وابن قانع وأبونعيم والضياء وابن أبي عاصم في الآحادوالمثاني. " چاچې د ظالم ملاتړ وکړ او په دې پوهېده چې هغه ظالم دی نوهغه له اسلام نه وواته" او بيا لوی ناورين دا دی چې دا ټول ناروا د اسلام په نامه کوي چې دې کار اسلامي دولت ډېر بدنام کړ. نو له همدې کبله زه دا اسلامي فريضه ګڼم چې حافظ سعيد نه برائت اعلانوم. خو دا د دې معنا نه ده چې مونږ اسلامي دولت نه ووتو، بلکې مونږ اوس هم اسلامي دولت اواسلامي خلافت ته وفادار يواو تر څو چې موپکې انحراف نه وي ليدلی ملاتړ به يې کوو]].
عبدالرحيم مسلم دوست ۳ /۱/۱۴۳۷

زما مشوره ښاغلي مسلم دوست ته دا ده چې وړاندې بيهقي ته مه ځه، له هغې مخکې د قبلې د تحرّی وتحويل پر مساله باندې فکر وکړه. په تحرّی کې خو مساله دا ده چې که لمونځ کوونکی په لمانځه کې په دې پوه شي چې دی قبلې ته په مخ کولو کې خطا شوی، نو په لمانځه کې به خپل مخ قبلې ته راوګرځوي او قبلې ته مخ کول د لمانځه له شرايطو نه دي.
اهل حديث مسلم دوست بايد په دې پوه شي چې تحرّی وتحويل په لمانځه کې کامل وي نه نيمګړي.
دا چې مسلم دوست اوس له حافظ سعيد اورکزي نه د ځان برائت اعلانوي، خو له اسلامي دولت نه نه او ځان ورته وفادار بولي، او لا تراوسه پکې انحراف نه ويني.

اول خو د ښاغلی مسلم دوست لا تراوسه په دې سر نه دی خلاص شوی چې حافظ سعيد د چا سړی دی؟ دی لا تراوسه څارګره اداره نه پېژني چې دی يې څنګه د وهابي عقيدې پر بنسټ د هغه ملاتړی او خواخوږی کړی وو. اورکزی حافظ سعيد ومنګل باغ د څارګرې ادارې خلک دي..ضياءالحق خو د افغانستان د الحاق په هيله د پينځمې صوبې په ارمان ومړ، خو نن بيا هماغه اداره د سلفيانو په پلمه د خراسان په نوم د بغداد پورې تړي. په داسې حال کې چې زموږ جغرافيوي موقعيت له داعش سره له هر اړخيز پلوه اړخ نه لګوي. روسانو خو په زغرده وويل چې داعش ته امريکا، برتانيا وپاکستان روزنه ورکوي او سپينې ټيوټا موټر هم ورته امريکا وانګليستان لېږلې دي. دا چې زموږ وهابي بټي کوټی مسلم دوست په دې سر خلاصيږي او يا نه، خو استخبارات او لوی قوتونه بيا يو د بل پر ژبه پوهيږي.

يو څه موده مخکې د قطر يو نظامي افسر ويلي وو چې البغدادي د مشر لالا په يوه نظامي هډه کې اوسيږي، نو ځکه يې پيدا کېدل موږ ته ستونزمن دي. او اوس خو د پاکستان د دفاع پخواني وزير چوهدري مختار ويلي چې پاکستاني مشران د بن لادن په شتون خبر ول. د ايران يو ديپلومات هم ويلي چې ايران د داعش له شتونه ګټه پورته کړې.

په منځني ختيځ کې د داعش راپورته کېدل د اسد لپاره د سوريه واسرائيلو ترمينځ د جولان له سيمې سرچينه اخلي. سوريه هغه خپله خاوره بولي چې اوس د اسرائيلو تر ولکۍ لاندې ده او اسد پخوانی د سولې تړون له اسرائيلو سره نه دی تازه کړی، نو اسد ته د ترکيې، قطر او سعودي په ګډه دغه سرخوږی پيدا کړی چې ظاهراً مذهبي بڼه يې راخپله کړې. دا ځکه چې دا درېواده هېوادونه سُني او هغه بيا لږه کی اسماعيلی دی. اردوغان اخوانی، قطر د اخوان خواخوږی او سعودي بيا د اخوان سرسخته دښمن دی. دلته د اسد لپاره يو، خو په مصر کې يې بيا جنرال السيسي ورته راپورته او د اخوان حکومت يې پرې ړنګ کړ او مرسي نن له خپلو نورو په زرهاو تنو سره د السيسي له لاسه په زندان کې پروت دی. د اعدام شپې ورځې شماري.

د طالب زخميان په پاکستان او د داعش زخميان بيا په ترکيه کې تداوي کيږي. روسان هم د ايران له نفوذه دېته وهڅول شول چې د خپلو ګټو لپاره د اسد په غوښتنه داعش په سوريه کې وټکوي. بالاخره اباما دېته اړ شو چې د داعش سره د مبازې لپاره پينځه سوه ميليونه ډالره مرسته ودروي.

امريکا وناټو په اوکراين کې د روسانو مخې ته نه شي ورتلی. دا ځکه چې روسان قاطع خلک دي او سوريه کې يې هم قاطع عمل وکړ چې دلته بيا زموږ د کندوز پېښه وشوه. دا پېښې يو له بل سره تړاو لري. دا څه عادي خبره نه ده چې څنګه يو ناڅاپه يو ولايت سقوط کوي او د طالب لاس ته ورځي. دلته نړيوال وسيمه ييز قوتونه او استخبارات يو له بل سره ډغرې وهي، خو زور يې موږ ته راوځي.

روسان له مخکې نه دېته متوجه دي، ځکه خو يې له آمو نه پورې غاړه الوتکې او پوځيان ځای پر ځای کړي دي او نن پوتين د همګټو هېوادونو غونډې ته وويل چې موږ د کندوز د پېښې په تړاو د منځنۍ اسيا ناکراريو ته اندېښمن يو. ځينې شنونکي په دې اند دي چې له دې ليارې داسې اشارې ليدل کيږي چې روسيه نارامه شي، ولې روسان به دلته هم چپ پاتې نه شي او غبرګون به يې سخت وي.

دا چې د مسلم دوست غوندې سربداله اهلحديث په دې سر نه خلاصيږي چې دا جنګ د مذهب نه، بلکې د ګټو جنګ دی او دا مذهبيان بيا الله تعالی ښه تياره مړۍ غرب ته خدای په ګوتو ورکړې. څوک يې د خپل قراردادي په وسيله په مجاهد، څوک يې په مودوديانو، څوک يې په ديوبنديانو او څوک يې بيا په طالب وداعش په يو او بل نوم خوشاله کړي دي، خو ددې شا ته بيا پر چين وروسيه ساحه راتنګول دي، نو هغوی هم لاس تر زنې نه دي ناست او دا ټول حرکت له نژدې نه څاري. دا دومره طالبان څنګه يو ناڅاپه کندوز ته له کومه راپيدا شول؟ همداسې ورپسې د شمال ټلوالې لنډه غر درواخله چې د کاغذ پرمخ په سلګونو کسان لري، خو په عمل کې بيا هېڅ نه وي.

زموږ بټي کوټی نيمچه سلفی بيا له دې ناخبره چې اورکزيانو به باړې ته ښځې راوستلې او خرڅولې. د دوی خو کاروبار له چرسو او پوډرو سره وو، نو حافظ سعيد دې يوځل ځان او قوم له منهياتو نه راوګرځوي، نو چې هغه نه شي کولی، نو ننګرهار ته چا راولېږه؟ سلفي بټي کوټی دې يوځل ځان په دې باندې پوه کړي چې يو سړی ځان نه شي اصلاح کولی، نو د هغه پسې اقتدا څنګه ده؟

دی خو ځانته سلفي وايی. سلفيت کې کوم ځای کې راغلي چې د چرسو او پوډرو کار وباري پسې دې اقتداء وشي؟ دی سلفي بيا د ځان د برائت لپاره نورالحبيب نثار، پيرمحمد کاروان، حبيب الله رفيع او محمد آصف صميم صاحب وړاندې کوي چې هغوی ما پېژني. دوی زموږ دوستان، خو شارع نه دي.

ښاغلی مسلم دوست لا په دې سر نه دی خلاص شوی چې څه وخت مخکې دلته په برتانوي ورځپاڼو کې د امريکايي کيلا مويلر Kayla Mueller موروپلار ښکاره کړه چې د هغوی ۲۶ کلنه لور په مکرر ډول البغدادي جنسي ځورولې وه. لينک دلته کتلای شئ :
http://www.dailymail.co.uk/news/article-3198571/Islamic-State-ruler-kept-26-year-old-American-air-worker-personal-sex-slave-killed-February.html

دا چې داعش د لږه کيو يزيدانو سره څه وکړل يو الله تعالی ته پته ده چې خورا سختې زړه بوږ نوونکې کيسې دي. حلالول، د اور سېځنه او په بمونو الوځونه خو داعش يا اسلامي دولت ته ګناه نه برېښي.

مسلم دوست ته په دې برائت نه شي خلاصېدای او دی بايد د شينوارو د هغو کسانو ځواب ووايی چې حافظ سعيد ډلې د داعش يا د اسلامي دولت ډلې په نوم يا په بله مانا د څارګرې ادارې په لارښوونه چې وېره او ترهه په خلکو کې خپره کړي بېګناه خلک پر بمونو باندې والوځول. داعشيانو نن زموږ پر شينوارو د اصحاب البروج نخرې وکړې.

که وخت راغی ښاغلی مسلم دوست به د دې ځواب ورکړي چې ولې د چا په لمسون او هڅونه يې د حافظ سعيد د څارګرې ادارې د لاسپوڅي پسې يې په پټو سترګو اقتداء کړې؟ ولې يې ننګرهار ته رااوږد کړ؟ دلته له ورايه څرګنديږي چې د افغان وژنې اصلي واک واختيار له بل چا سره دی، خو دوی يې هسي بېځايه پر مذهب دوکه کړي دي. برابره خبره ده چې مجاهد دی، که طالب دی او که داعش دی.

ښاغلی مسلم دوست په خپل نيمچه سلفيت کې اغېړ شوی. طبيعي خبره ده سړی چې يوځل ناغېړ شي، نو بيا يې ارګی هم بدبويه وي. دلته له ښاغلي پروېز خټک سره د پاچا سلمان په تړاو چې سپينې ماڼۍ ته تللی وو او ولسمشر اوباما يې مخې ته ورغلی وو دې ټکي ته اشاره وکړه چې يوازې د جولای مياشت په يوې اوونۍ کې دوی د شپږ ميليارده ډالرو وسله رانيولې وه چې په دې دومره ډېره وسله باندې دوی څه کوي؟ تاسو دا نوې مُډرنې وسلې له کومه کوئ؟

زما نيوکه پر ښاغلي مسلم دوست د سلفيت په رڼا کې دا ده چې کله د خلافت وکتاب الله ترمينځ ټکر راشي، نو ترجيح به کتاب الله ته ورکوې نه خلافت ته. زما مشوره تاسو ته دا ده چې تاسو د خلافت د فرضيت خبره پرېږدئ د کتاب الله د تابعدارۍ پر فرضيت باندې فکر وکړه. تاسو د کتاب الله د احکامو پر منلو مکلف ياست نه د خلافت. خلافت نن نشته، خو وخت يې د حضرت عيسی عليه السلام تر راتګ پورې شته. بيا هم زما مشوره تاسو ته دا ده چې له دې منډو ترړو نه به درته دا ښه وي چې خپل پينځه وخته لمونځ کوه، تلاوت کوه، ښه کوه بد مه کوه او له سياسته ځان لېرې ساته. داسې نه شي چې په دې سياسي لوبه کې د ايمان تاوان ونه کړې چې دنيا وآخرت به دې تباه وبرباد شي.

د خدای نېکبخته الله تعالی فاعل مختار وکل اختيار پيدا کړی يې، هسې بېځايه دې ځان د نورو په لمسون او هڅونه په استخباراتي لوبه کې ورګډ کړی او خپل خلک دې د چرس وپوډرو په کارباريانو اورکزيانو باندې ووژل. پاکستان انګرېزی سياست مخې ته وړي، خيال دې اوسه چې له ګړنګونو نه دې ګوزار نه کړي.

هيله ده چې په کاملې تحرّی، تحويل او برائت مو پوره سوچ وکړئ. تحرّی، تحويل وبرائت درست وکامل وي نه نيمګړي. هيله ده چې تاسو يوځل د ((...وانا اول المؤمنين؛ وانا اول المسلمين)) په رڼا کې جامع او هر اړخيز فکر وکړئ. کله چې رجوع کيږی هغه کامله وي نه نيمګړې. ستاسو خلافت له پيله له يو لړ داسې پوښتنو سره مخ دی چې کړه وړه مو نه دلته او نه هلته په عراق وسوريه کې له اسلامي ارزښتونو سره سمون خوري. دعوه او عمل سره توپير لري. اسلام عمل ته ترجيح ورکوي نه دعوی ته.

سلفيت وسياست سره لېرې خبره ده. زموږ و د منځني ختيځ ستونزه سياسي ده نه مذهبي. دا سياسي حل غواړي نه مذهبي. داعش چې د اسد پسې يې رااخېستې، ولې د فلسطينيانو ملاتړ ته نه وردانګي؟ هلته خو چوب دي او هېڅ نه وايی. عجيبه خبره ده زما اشغال اشغال بولي، خو خپل څه بولي؟

په درنښت

حافظ سعيد خان نه د برائت اعلان
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=41196