د يوه افغان په زړه پورې طبي اختراع

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59126
ليکنه: ډاکتر عبيدالله وردګ
دخبریدو نیټه : 2014-03-28

 

 

په انګلستان کې مېشت يو افغان، ډاکتر امان الله ريدي پدې وروستيو کې د [ نارينه جنس د حمل اخيستلو طبيعي درمل]  له  اختراع څخه پرده پورته کوي.

ډاکتر ريدي، د خپلې اختراع په هکله وايي: [ له تېرو ۱۷ کلو راهيسې د دې ستونزې د حلولو په هڅه کې يم، اوس مې له نېکمرغه حل راايستلی. دا د ۲۱مې پېړۍ يوه خارق العاده اختراع ده او د  ۱۷مې  پېړۍ د طبي اوښتون په څېر زموږ ژوند بدلولای شي.

 دا د يوه وتلي کډوال لپاره يوه فوق العاده لاسته راوړنه ده. د کلونو هڅو او څېړنو په پايله کې، دې اختراع نړيوالو ته دا جوته کړه، چې استعداد د هر ځای څخه راټوکېدای شي. زه د طبي نوښتونو په لمړۍ ليکه کې ولاړ او په نړيواله سيالۍ کې به تر ټول مخکښ اوسېږم.]

ډاکتر ريدي د درملو په هکله داسې مالومات ورکوي: دا درمل، په ځانګړي ډوز او وخت، د نارينه د سپرم د XY  کروموزومونو څخه Y، چې د نارينه جنس د غورواوي کروموزوم ګڼل کېږي د سترګو په رپ کې فلتر کوي. فلتر شوى Y  کروموزوم په چټکۍ د ښځينه تخمې سره يو ځاى  او د نارينه جنين لمړنۍ حجره جوړوي.
 
د ډېرو کلو راهيسې د جنس د غوراوي لپاره په نړۍ کې د (تست تيوب) له ميتود څخه کار اخيستل کېږي، په داسې حال کې چې دا ډېره ګرانه، د اختلاطاتو سره مل او ناطبيعي ميتود دی. Have a Boy درمل د نارينه جنس د غوراوي خوندي، طبيعي، ارزانه او آسانه لار ده.

دا درمل د ۱۷ کلو تجربو څخه وروسته پدې وروستيو کې د بلوغ  پړاو ته رسېدلې او بازار ته وړاندې شوې.


د اختراع ځانګړنې


١)  د نارينه جنس د غوراوي نايابه درمل
٢)  د نارينه جنس د حمل اخيستلو طبيعي او د اعتبار وړ درمل
٣) ازمويل شوې او سل په سلو کې (٪١٠٠) تضمين شوې
٤) مناسبه بيه
٥) د اميندوارۍ په موده کې د اختلاطاتو نشتوالى
٦) په ټولنه او کورنيو کې د تاوتريخوالي او رواني ستونزو د کمولو عمده لامل.

زما پر اند، دا اختراع د افغانستان او افغانانو لپاره په نړيواله کچه يو ستر وياړ دی. هغه هېواد، چې د جګړو او تاريخوالی په نامه پېژندل کېږي – نړيوالو ته وښوده، که فرصت په لاس ورشي، د پوهې په ډګر کې به تر ټولو مخکښ وي.

د ډاکتر ريدي د ويبپاڼې آدرس: www.haveaboy.co.uk