د ویبپاڼو لوستل په نالیکه (Offline) توګه:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58258
خلیل منتظر
دخبریدو نیټه : 2014-01-12

 

سلام دوستانو!
له داسي وخت سره مخ سوي یاست چي په انترنټ کي مو يوه لیکنه تر یو ځایه لوستې وي خو نور درسره وخت ملتیا نه کوي،او یاهم انترنټ مو محدود وي او غواړۍ چی لیکنه بل وخت بی له انترنټ څخه په نالیکه توګه ولولولي؟
 Ø¯Ø¯Û لپاره Ú†ÙŠ یوه ویبپاڼه په نالیکه توګه وګورو باید لاندي کړني عملي Ú©Ú“Ùˆ.
که مو چیري ویندوز \"XP\" او یا \"7 Seven\" وي ځو Favorites مینو ته او Add Favorites باندي کلیک کوو.
 : د Name په خالي ځای Ú©ÙŠ د وییبپاڼي لپاره نوم لیکوو.
 : په Make Available Offline Ú©ÙˆÚ†Ù†ÛŒ بوکس باندي کلیک کوو Ú†ÙŠ انتخاب سي.
 : پر OK باندي کلیک کوو تر Ú…Ùˆ نوموړې ویبپاڼه خوندي سي.
اوس کولای سو چي نوموړې ويبپاڼه په نالیکه توګه هم خلاصه کړو.
ياده دي وي که مو چیري وینډوز\"8\"په سیسټم کي نصب وي او يامو هم انټرنټ ایکسپلورر نوې نسخه وي نو ياد تغیرات کار نه کوي.
په ویندوز \"8\" او ایکسپلورر نوې نسخه کي د ذکر سویو تغیراتو راوستلو لپاره د خپلي خوښی ويبپاڼه(کوم چي غواړو په نالیکو توګه یې ولولو) راخلاصوو، وروسته ځو File مینو ته او پر Save as باندی کلیک کوو،د فایل د ثبتولو لپاره ځاي انتخابوو او Save باندي کلیک کوو. زموږ پاڼه ثبت سوه او کله چي غواړو بل وخت یې په نالیکه توګه ولولو نو خپل ایکسپلورر خلاصوو،ځو File مینو ته او پر Work offlin باندي کیک کوو وروسته هغه ځاي ته ځو چيري چي مو پاڼه ثبت کړې، په ثبت سوي فایل باندي کلیک کوو او په دې سره به پاڼه په نالیکه توګه راته را خلاصه سي