په لمانځه کښي دشي خوړل:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54316
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-03-29


فتوي نمبر(۷۰۹)
مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

مستفتي : مطيع الله هرات .

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ځما پوښتنه داده له مفتی صاحب څخه چي که ديوسړي په غاښو کښي يو شئ بند وو اوده په لمانځه کي هغه شئ تېر کئ نولمونځ د ده خرابيږي په داشي سره که نه ؟
\

     نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

 الجواب ومنه الصواب
که ديوسړي په غاښوکي شئ بندوو په اندازه دنخود يازيات ترنخود ده په لمانځه کي تيرکۍ لمونځ يې فاسديږي اوکه چيري غاښو بندشئ لږوو تراندازه دنخود ده تيرکړۍ لمونځ يې نه فاسديږي اوروژه يې هم نه ماتيږي .والسلام [ص۲۴۲ج۱بدائع ،ص۴۵۱کبيري درمختارپرشاوخوادص۴۱۸ج۱ردالمحتار]