له زلزله ځپلو سره د پاكستاني هنرمندانو مرسته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4508
نذير احمد سهار
دخبریدو نیټه : 2005-11-26

 د پاكستان سينمايي لوپغاړو د دغه هېواد په سيالكوټ نومې سيمه كې د كشمير له زلزله ځپلو سره د مرستې په خاطر د چندې ټولولو كچكولونه په غاړه كې واچول. د خبري سرچينو د خبر په وينا، لوبغاړو د چندې په ترڅ كې 12 لكه كلدارې راغونډې كړې او غواړي په دې پيسو سره يو نوى سوداګريز فلم جوړ او ګټه وټه يې پر زلزله ځپلو كسانو ووېشي. د مرستې ټولولو په دغه بهير كې سينمايي لوبغاړو هم خپل جيبونه ټكولي، ريشم 50 زره او شان سل زره كلدارې مرسته كړېده. د پاكستان د پروډيوسرانو د ټولنې مرستيال مشرجمشيد ظفر ويلي ريشم د پنځو لكو نورو روپيو ژمنه هم كړېده.