کابل ته!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44488
هارون حکیمي
دخبریدو نیټه : 2011-05-31

 

ستا د ویصال و زندګۍ ته هیڅ هوس نه لرم
بې له تا هم د ژوند کولو ذره  وس نه لرم

بیا بیا خوپاته یو؛  د بیا پاته کېدو بېره ده!
کاروان بیده دی؛  زه هم چغه د جرس نه لرم

خوږه جانه زه به تاته چیري ځای درکړمه؟!
زه چي خپل زړه ته؛ د کوګل سالم قفس نه لرم

د کابل یخ باد ته به غېږ ورکوم وایم به چي:
اې ښکلوه مي؛ مچوه مي؛ ږغ د بس نه لرم

ذره ذره دي د هارون پر روح قبضه کړېده
ګرانه ملګرې ! بې له تانه؛  یو نفس نه لرم.

۲۰۱۱-۰۵-۲۷
۱۳۹۰-۰۳-۰۶
نوی ډلهی، هندوستان